د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

سیګار په افغانستان کې د اقتصادي رکود په اړه بیا اندېښنه وښوده


په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د امریکا د متحدو ایالتونو یوې څارونکې ادارې په افغانستان کې د اقتصادي رکود په اړه بیا اندېښنه وښوده.

عوض بي بي چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده، مجبوره شوې چې په کندز ولایت کې د سړک پر غاړه وچه ډوډۍ وپلوري.

هغې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دغومره ګټي چې په ډېره سختۍ سره د خپلې کورنۍ ګوزاره ورباندې وکړي.

عوض بي بي زیاته کړه: "له ناچارۍ ډوډۍ خرڅوم. مېړه مې ناروغ دی. په کور کې ۶- ۷ کسان یو. لور مې هم راسره ده، چې درې ماشومان لري او مېړه له کوره شړلې ده. ورځ نه تېرېږي. خپله هم ناروغه یم او د اعصابو تکلیف لرم. له ناعلاجۍ دا کار کوم. په سختۍ مو ګوزاره کېږي. خواړه او لرګي په پور رانیسم. ګټلې پیسې د اوړو او لرګیو دوکاندارانو ته ورکوم. سوځلې ډوډۍ موږ ته پاتې کېږي."

د کابل یوه څنډه کې کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل یوه څنډه کې کارګر ماشومان. 01 June 2023.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار پرون په یوه ټویټ کې د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې به اقتصادي رکود تر هغو دوام کوي، چې اساسي علتونه او د لوی اقتصاد د بې ثباتۍ اصلي محرک موندل شوی نه وي.

سیګار وړاندیز کړی، چې د بدیل معیشت او دوامداره کرنې په برخه کې پانګونه وشي او ښځو ته په اقتصاد کې د مشارکت زمینه برابره شي.

په کابل کې یوې مېرمنې بې وزله مېرمنو ته د خیاطۍ دغه کورس جوړ کړی.
په کابل کې یوې مېرمنې بې وزله مېرمنو ته د خیاطۍ دغه کورس جوړ کړی.

امکا یا د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې مشر معروف قادري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ګڼو ځوانانو او ښځو وزګارېدو د بېوزلۍ پراخېدو ته زیاته زمینه برابره کړې ده.

قادري وویل: "سیاسي مشکلات چې پېښ شوي، هغه ځوانان چې په دولتي او خصوصي بنسټونو کې بوخت وو، وزګار شوي دي. ښځې چې په ملګرو ملتونو او نورو دولتي یا غیردولتي ادارو کې د کاري مارکېټ ۳۰ فیصده برخه یې جوړوله، ټولې وزګاره شوي دي. په سلو کې ۹۷ خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. بله ستونزه دا ده چې ځوانان له هېواده په وتلو دي. دا یوه غمیزه ده، ځکه کله چې پرمختګ نه وي، دا ستونزې ورځ په ورځ زیاتېږي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر اوچا په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ د عوایدو له کمښت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې روان میلادي کال بشري مرستو د اړو کسانو شمېر نږدې ۲۸ میلیونو او ۷سوه زره ته زیات شوی دی، مخکې دغه شمېر ۲۸ میلیونه او درې لکه ښودل کېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG