د افغانانو په ګډون ناقانونه کډوالو ته خبرداری؛ پاکستاني چارواکي: د نومبر تر لومړۍ له پاکستان څخه ووځئ

د پاکستان د صدراعظم د دفتر ودانۍ

د پاکستان موقت حکومت د افغانانو په ګډون په دغه هېواد کې مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې، له دغه هېواد ووځي، ګنې له جبري ايستلو سره به مخ شي.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ۱.۷۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

هغه ادعا وکړه چې، په پاکستان کې د ۲۴ بریدونو له ډلې په ۱۴ بریدونو کې افغانان ښکېل وو.

بګټي په دې اړه وویل:

"د جنورۍ له میاشتې راهیسې پر موږ ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي، چې له دې ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴ یې د افغانانو له‌خوا ترسره شوي، دا افغانان وو چې پر موږ یې بریدونه کړي وو، چې د پېښور په پولیسو لاین کې پر جومات برید هم افغانانو کړی و. له هغه برید وروسته چې د سیف الله قلعه په مسلم باغ کې وشو، له شپږو بریدګرو څخه پنځه یې افغانان وو، له دې وروسته د ژوب په برید کې له پنځو بریدګرو څخه درې یې افغانان وو. دغه نوی برید چې په هنګو کې شوی، بریدګر يې افغان و."

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیفه

ښاغلی بګټي زیاتوي، چې دوی د دې ټولو هغو بریدونو شواهد لري چې افغانان په‌کې لاس لري او د ده په وینا دا د حیرانتیا خبره ده چې ولې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده فتوا چې د بريد د نه کولو په اړه ده، په پاکستان کې نه عملي کېږي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو د وزیر دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان دې د دغو ادعاوو پر ځای د امنیت ټینګښت په اړه خپله دنده ترسره کړي.

بل‌خوا د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې‌غورۍ ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا دفتر د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، ډېری هغه افغانان چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلي، هلته د ځورونې، خپل‌سري نیولو او د شړلو له ګواښونو سره مخ دي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي چې، د پاکستان د حکومت له ژمنو سره سره لا هم د دغه هېواد پوليسو له‌خوا د افغانانو د نيولو لړۍ روانه ده او په وروستیو دوو اونیو کې یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا دوه زره افغانان نیولي دي.

ياد سفارت په خپله وې‌بپاڼه کې ویلي، له‌دې ډلې شاوخوا زر تنه په اسلام‌اباد کې نیول شوي چې، شاوخوا ۵۰ سلنه یې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري.

دغه سفارت زیاته کړې، چې د څلور افغانانو مړي، چې مخکې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي وو، په روغتون کې موندل شوي دي.

په همدې حال کې په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا تایید کړې، چې د پاکستان پولیسو یوازې د یکشنبې په ورځ د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان کابینې په دې وروستیو کې له دغه هېواد څخه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پالیسي تصویب کړه.

پاکستاني پولیسو یو شمېر افغانان په دغه هېواد کې د ناقانونه استوګنې په تور بندیان کړي هم دي - ارشیف

په ورته مهال، یو شمېر هغه افغانان چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته تللي وايي، له سختو حالاتو سره مخ دي.

د ښځو د حقونو فعاله سمیه شیرزاد وايي، هغه او ماشوم یې پخوا د طالبانو له‌خوا نيول شوي وو او له څه مودې راهیسې په پاکستان کې اوسېږي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې، نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د دوی وضعیت ته پام وکړي.

مېرمن شېرزاد وایي:

"دې کار ټول خلک اندېښمن کړي دي، زه له نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو غواړم چې د افغان کډوالو دوسيې ژر تر ژره حل کړي او له پاکستان سره د نويو لګول شويو بنديزونو د لرې کولو لپاره خبرې وکړي."

په همدې حال کې په پاکستان کې یوې بلې افغانې مېرمنې چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، افغانستان او یا نورو هېوادونو ته د ستنېدو کومه لاره نه‌لري.

دغه مېرمنه وایي:

"پوليس په هغو کډوالو پسې ګرځي، چې ويزه نه‌لري، زنداني کوي يې او له ځان سره يې وړي. د پاکستان حکومت کډوالو ته ويزې نه ورکوي، په دا ډول شرايطو کې ژوند ته دوام ورکول په رښتيا هم ستونزمن دي. په افغانستان کې امنيتي وضعيت هم ښه نه‌دی چې خلک به بېرته ولاړ شي او د دوی لپاره بهر ته د وتلو کومه لاره هم نه‌شته."

د طالبانو حکومت تر اوسه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

سیاسي کارپوه، طارق روان فرهادي

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، پاکستان باید په هغه هېواد کې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د دې ستونزې د حل لپاره اړتيا ده چې، د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي

فرهادي وایي:

"د بخښنې نړیوال سازمان يوه اعلاميه ورکړې، خو پخپله ملګري ملتونه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان (IOM) د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له‌خوا د مهاجرینو د ځورونې د مخنیوي لپاره باید له پاکستان سره خبرې اترې وشي."

نږدې درې اوونۍ وړاندې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ویاند په حواله راپور ورکړی و، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر ۶۰۰ زرو ډېر افغانان پاکستان ته ورغلي دي.

د قیصر افریدي په حواله، دا هم ویل شوي چې پاکستان د نویو راغلو سربېره د ۱.۳ ملیون هغو افغان کډوالو کوربه‌توب کوي چې د ثبت شوي کارتونه لري.