د ژولیا پارسي نیونه؛ د معترضو مېرمنو د خوځښت غړي یې د برخلیک په اړه بې‌خبره دي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د یوې شپې او ورځې په تېرېدو د افغانستان د معترضو مېرمنو د خوځښت لوړپوړي غړي د خپلې همکارۍ ژولیا پارسي د برخلیک په اړه بې خبره دي.

د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښت غړي د خپلې همکارې ژولیا پارسي او د هغې د زوی د برخه لیک په اړه اندېښنه لري او وایي، په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

د بشري حقونو فعاله او د معترضو ښځو یوه غړې مریم معروف اروین وایي، د طالبانو د حکومت استخباراتو پرون چهارشنبه ژولیا پارسي ونیوله.

هغې وویل: "زمونږ د معلوماتو له مخې په خواشینۍ سره چې د ښځو د حقونو یوه فعاله او د ښځو په تړاو د طالبانو د حکومت د سیاستونو مخالفه ژولیا پارسي له خپل یوه زوی سره د طالبانو له خوا نیول شوې. مونږ یې د برخلیک په اړه خبر نه یو او دا مو لویه اندېښنه ده."

مېرمن اروین وایي چې تېرو شاوخوا دوه اوونیو کې طالبانو د بشري حقونو د فعالانو او معترضو ښځو نیولو ته زور ورکړی دی.

تر دې وړاندې بله معترضه مېرمن ندا پرواني هم له خپل خاوند او یوه ماشوم سره د طالبانو استخباراتو نیولې چې تراوسه یې د ځای ځایږي څرک نه لګېږي.

په دې اړه نور: د طالبانو له بنده د معترضې مېرمنې 'ندا پرواني' د خوشې کېدو غوښتنه شوې

د افغانستان د مقتدره مېرمنو خوځښت د مشرتابه غړې فوزیه وحدت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه دوه مېرمنې او د کورنۍ غړي یې باید ژر تر ژره خوشې شي.

وحدت وویل: "مونږ د بشري حقونو له بنسټونو، د بشري حقونو له ملاتړو او نورو هغو کسانو څخه چې د بشري حقونو د دفاع ټټر وهي غواړو چې ژر تر ژره اقدام وکړي او دغه دوه مېرمنې د کورنۍ له غړو سره را خلاصې شي."

تر اوسه د بشري حقونو بنسټونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان د دغو معترضو مېرمنو د نیولو په اړه تبصره نه ده کړې.

دغو بنسټونو تر دې وړاندې په افغانستان کې د معترضو او فعالو ښځو پر نیولو، له هغوی سره د ناوړه چلند او ان شکنجې یادونه کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاندویان د معترضو مېرمنو د نیولو په اړه څه نه وایي او په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې هم نه ځوابوي.

د ژولیا پارسي تر نیول کېدو یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه بحث کې وویل چې افغان مېرمنې غواړي حق یې ورکړل شي او غږ یې واورېدل شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، د امنیت شورا غونډه د دوو وړو موضوعاتو له کبله منحرفه شوه.

طالبان که څه هم له نړۍ سره د تعامل د جوړېدو هڅې کوي، خو هېوادونه د دوی له حکومته غواړي چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي.