رباني کهر: د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي

د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیره حنا رباني کهر

د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیرې حنا رباني کهر ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او په دې اړه یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شواهد شریک کړي دي.

د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي.

حنا رباني کهر پرون له یوه پاکستاني تلوېزیون آج سره په مرکه کې وویل، د بریدګرو له تابعیت څخه ښکاري چې افغانان دي.

هغې وویل: "شواهد تابعیت دی، په ډېرو پېښو کې موږ ځانګړي شواهد لرو چې شریک کړي مو هم دي. زه دا وایم چې د دې پېښو شا ته افغانان دي."

اغلې کهر په خپله مرکه کې ادعا کړې چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې هغه افغانان هم لاس لري چې په روغتیايي ویزو دې هېواد ته ورغلي دي.

خو تر دې مخکې د پاکستاني چارواکو د ورته ادعا په ځواب کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي و، داسې شواهد نه‌شته چې افغان کډوال دې د پاکستان په ناامنیو کې لاس ولري.

په دې اړه نور: سپینه ماڼۍ: پاکستان کې مېشت افغان کډوال په سخت دریځۍ کې ښکېل نه دي

حنا رباني کهر همدا شان ویلي چې په افغانستان کې د حکومت له بدلېدو وروسته په پاکستان کې د بریدونو شمېرې ډارونکې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف هم د پوځ له مشر سره پېښور ته له سفر وروسته پرون په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د جولای په ۱۲مه د بلوچستان ایالت پر یوې پوځي چاوڼۍ برید کې افغانان ښکېل وو او ویلي یې دي چې په یاده پېښه کې وژل شوي بریدګر د کندهار ولایت اوسېدونکي دي.

په دې اړه نور: شریف: د طالبانو حکومت دې پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي
په دې اړه نور: پاکستان: تېره میاشت د بلوچستان د ژوب پر پوځي فرقې برید افغان ترهګرو کړی و

په اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي، د هغو ترهګرو مخه دې ونیسي چې له پولې بهر ترهګریز بریدونه کوي.

دا پاکستاني چارواکي داسې مهال د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو د ښکېلتیا خبره کوي چې تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر او د پوځ د مشر په ګډون ځینو نورو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت تور لګولی و چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پر وړاندې چې په افغانستان کې فعال دي او له دې هېواد څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، اقدام نه کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا تورونه بې ځایه بللي او رد کړي یې دي.

مجاهد نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

مجاهد همدا شان ویلي چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي او د نوموړي په خبره که چېرې له پاکستاني لوري سره اندېښنې شته وي، په رسنیو کې د ادعا کولو پر ځای دې له دوی سره دې مخامخ شریکې کړي.

دغه شان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم مخکې له پاکستان څخه غوښتي وو چې د افغانانو د ملامتولو پر ځای دې خپل امنیتي تدابیر ښه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

پاکستاني چارواکو داسې مهال د دې هېواد په ناامنیو کې د طالبانو حکومت او افغانانو ته ګوته نیسي چې په وروستیو کې په دې هېواد کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې او په وروستي خونړي برید کې چې د تېرې یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ګوند په یوې غونډې وشو او داعش ډلې یې مسولیت ومانه، ۶۳ تنه په کې ووژل شول.