د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

میاخېل: پاکستان له کلونو راهیسې طالبان پر دوو برخو وېشلي وو


په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل
په تېر جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړی استازی اصف علي خان درانی نن چهارشنبه په درې ورځني سفر کابل ته لاړ شي.

ویل شوي درانی به د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' پر حضور له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

په وروستیو کې د پاکستان ګڼو پوځي چارواکو تور لګولی، چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

تېر ماښام هم په پېښور کې یوه ځانمرګي برید خلکو ته مرګژوبله واړوله.

وروسته تر دې چې د پاکستان پوځي چارواکو د دغه هېواد په ترهګریزو پېښو کې د افغان کډوالو د لاس لرلو ادعا وکړه، سپینه ماڼۍ وویل، هېڅ داسې نښه نه شته، چې په دغو پېښو کې د افغان کډوالو لاس لرل تایید کړي.

زموږ همکار د وروستیو ناندریو په باب د ملي دفاع وزارت له پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور د تور په لګولو سره غواړي څه ترلاسه کړي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:21 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG