په کندهار کې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د ماشومانو ژوند ګواښي

ارشیف: په افغانستان کې ناچاوده چاودېدونکي توکي

په کندهار کې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د ماشومانو ژوند ګواښي.

په دغه ولایت کې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د ناچاوده مهماتو او ماینونو په چاودونو کې لسو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.

د کندهار اوسېدونکي د ماین پاکۍ له ادارو د دغو ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو غوښتنه کوي.

دغه ماینونه او مهمات تر ډېره د پخواني شوروي اتحاد او کورنيو جګړو پر مهال پر سړکونو او نورو سیمو ښخ شوي دي.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور