د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتېدو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه


ارشیف، کندهار کې د یوې ماین چاودنې له امله ټپي شوی کس چې دواړه پېښې او یو لاس‌یې پرې شوی دی.
ارشیف، کندهار کې د یوې ماین چاودنې له امله ټپي شوی کس چې دواړه پېښې او یو لاس‌یې پرې شوی دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې.

دغه کمېسیون وايي چې په هېواد کې د ملکي وګړو وژنه باید سمدستي پای ته ورسېږي.

افغان چارواکو پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۲۱ تنه ملکیان په هلمند او غور ولایتونو کې د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي.

دې کمېسیون پرون په یوه بیان کې وویل، له طالبانو یې په وار وار غوښتي دي چې د سړک غاړې ماینونو کارول بند کړي څو ملکي وګړو ته تر دې زیات زیان وانه‌وړي. په بیان کې راغلي، ۱۰ ماشومان او درې ښځې پرون د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یو ماین برابر شو. په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شول.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون همداراز ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې درې ملکي وګړي په ډزو ووژل شول. دا کسان د غور له لعل و سرجنګل ولسوالۍ څخه د هرات خوا ته روان وو.

په هلمند کې د ماین چاودنې په پېښه کې د ۱۳ ملکي وګړو د وژل کېدو له پېښې وروسته د پیوند په نوم مدني بنسټ هم په هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه څرګند کړه.

د دې بنسټ مشر برکت‌الله سرشار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په ټولو هغو لویو لارو کې چې ملکي وګړي تګ راتګ پرې کوي، طالبان ماینونه په‌کې خښوي. یوه بېلګه‌یې د تېرې ورځې پېښه ده چې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي په یوه سراچه موټر کې پر ماین برابر او شهیدان شول او پنځه ټپیان دي. نو هره ورځ موږ ملکي تلفات لرو او په زیاته کچه ملکي وګړي په شهادت رسېږي."

په غور کې د ماین چاودنې قربانیان هم ملکيان وو.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د مرکز فېروزکوه په لوېدیځ کې په خارستان نومې سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي چې یو نارینه، د هغه مېرمن او دوه ماشومان وو، په دې پېښه کې وژل شوي.

د غور د والي ویاند زلمی کریمي
د غور د والي ویاند زلمی کریمي

د چهارشنبې په ماښام د فېروزکوه په سیاه‌سنګ نومې سیمه کې هم په یوه ورته پېښه کې دوه ملکيان مړه او یو بل ټپي شو.

د غور یو اوسېدونکی معروف سعیدي له طالبانو غواړي چې دا ډول حملې بندې کړي: "د سړک د غاړې ماینونه موږ ته د جدي اندېښنې وړ دي چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د غور خلک په‌کې قرباني کېږي. د غور ښځې، ماشومان او نارینه یو هم له دې ماینونو څخه چې مخالفین‌یې ږدي، په امن کې نه‌دي. موږ له طالبانو غواړو چې له دې کارونو څخه لاس واخلي."

ښاغلی سعيدي پر حکومت هم غږ کوي چې د دې حملو مخه ونیسي.

د هلمند او غور د چاودنو پړه تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې. افغان چارواکي د هغوی پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ لږترلږه ۱۱ ملکي وګړي په کندهار، غزني او کندز ولایتونو کې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول او په زابل ولایت کې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ۱۱ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې په شهر صفا ولسوالۍ کې پر یوه ماین برابر شو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د سولې د هڅو له دوام سره سره ملکي تلفات تر پخوا زیات شوي دي.

ارشیف، هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه
ارشیف، هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یوه ټپي شوې ماشومه

د دې سازمان ارقام ښيي چې ۵۷۳ تنه ملکي وګړي د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې وژل شوي چې د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله په سلو کې ۲۹ زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دې درېیو میاشتو کې ۱،۲۱۰ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG