د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په افغانستان کې د بودیجې نشتوالي له امله د ماین پاکۍ چارې ټکنۍ شوي


ارشیف: په بامیان کې د ماین پاکۍ بهیر
ارشیف: په بامیان کې د ماین پاکۍ بهیر

په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د کافي بودیجې نشتوالي بشرپاله بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ماین پاکۍ اړوندې ادارې چارواکو رویټرز ته ویلي، چې خپله درې میلیونه ډالره بودیجه یې له لاسه ورکړې او مجبوره شوي چې ۱۲۰ تنه کارکوونکي ځواب کړي.

رویټرز لیکلي، د بودیجې نشتوالی د یوه هېواد لپاره چې څلوېښت کاله یې جګړه تېره کړې او په ماینونو پوښلی خورا ګران پریوځي.

د ډنمارک د کډوالو شورا یوه له هغو بشرپالو ادارو ده، چې په افغانستان د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی مخته وړي او د ماین پاکۍ اړوندو ادارو سره همکاري کوي.

د دې شورا سکرتر جنرالې شارلوت سلینټې وايي، ماینونو او ناچاوده توکو افغانانو ته لوی ګواښ پېښ کړی.

سلینټې وویل: "په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو مسئله یوه ډېره لویه ستونزه ده. افغانستان په حقیقت کې په نړۍ کې له تر ټولو (په ماینونو) ککړو هېوادونو دی. د ماین پاکۍ د ملي ادارې په اساس هره میاشت افغانستان کې د ماین د چاودنو په نتیجه کې تر سلو پورې خلکو ته تلفات رسېږي."

د راپورونو له مخې مرګژوبله تر ډېره ماشومانو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف سږ کال مارچ کې اعلان کړی وو، چې په اوه میاشتو کې درې سوه ماشومان د ماین په چاودنو کې یا وژل شوي یا یې لاس او پښې پرې شوي.

رویټرز اژانس په کابل کې د سره صلیب په روغتون کې له ځينو داسې خلکو سره خبرې کړي د ماینونو په چاودنو کې پښې یا لاسونه پرې شوي.

شبانه، چې په سره صلیب روغتون کې کار کوي، څو کاله وړاندې پخپله د ماین په چاودنه کې ژوبله شوې وه.

هغه وايي: "۱۵ کاله کېږي چې د ماین د چاودنې له امله مې پښې له لاسه ورکړي. اوه کلنه وم او له ماینونو سره بلده نه وم. په یوه ځمکني ماین کې مې قدم ایښی و او دواړه پښې مې له لاسه ورکړې."

سور صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د معلولو کسانو د درملنې لوی مرکز لري.
سور صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د معلولو کسانو د درملنې لوی مرکز لري.

جمال خان له کندهاره د سره صلیب روغتون ته راغلی څو خپلې مصنوعي پښې بدلې کړي.

هغه وویل: "زه اته کاله مخکې کندهار کې ووم. هلته مې په سړک غاړې ماین باندې پښه راغله. په چاودنه کې مې دواړه پښې پرې شوې."

د تېر کال په اګست کې د طالبانو په واکمنېدو له افغانستان سره لویه برخه بهرنۍ مرسته وځنډېده.

دې چارې اکثر خدماتي څانګې هم اغېزمنې کړي او د ماین پاکۍ د برخې په څېر اکثر کارکوونکي د بودیجې د نشتوالي په خاطر له دندو ځواب شوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو څانګې رویټرز ته ویلي، چې له تېر اګست یې افغانستان سره ټول ټال ۷۲۰ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG