پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې په تړاو یوه ګډه طرحه لاسلیک کړې

د ټاپي د ګازو د نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی او دغه پایپ لاین، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي.

پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه ده، د چټکتیا لپاره یوه ګډه طرحه لاسلیک کړه.

دا ګډ تطبیقي پلان 'جی آ پي' د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک او د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمن د ګازو د شرکت مشر مسقط بابایوف لاسلیک کړ.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې کتنه کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، ټاپي د پاکستان د انرژۍ د امنیت د تامین او په ټوله سیمه کې د اقتصادي ودې او سوکالۍ د تقویت لپاره د حکومت په لیدلوري کې مهم رول لوبوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

شهباز شریف زیاته کړه: "ټاپي د ټولې سیمې د هوساینې لپاره مهمه پروژه ده، چې له عشق اباد څخه پیل او د کابل له لارې اسلام اباد او وروسته هند ته رسېږي. د ټاپي پروژه به د هغو شرایطو او ضوابطو په تضمین سره چې د اړخونو له خوا موافقه شوې، له سیمې سره مرسته وکړي چې خپل طبیعي ګاز تامین کړي."

افغانستان او هند چې د ټاپي پروژې یو له اصلي غړو څخه دي، په دغې ګډې تطبیقي طرحې کې حضور نه درلود.

پاکستان او ترکمنستان په دې ناسته کې د افغانستان او هند د نه ګډون د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړي.

خو ولې افغانستان چې د ټاپي له مهمو غړو څخه دی او د ترکمنستان د ګازو دغه پروژه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسېږي، په دې غونډه کې حضور نه درلود؟

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي په دې غونډه کې د افغانستان د له پامه غورځولو لامل د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل بولي.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي

حافظي وايي: "دا چې په اوسني شرایطو کې پاکستان او ترکمنستان له یو بل سره د اجراییه کارونو په اړه تړون لاسلیک کړی، لامل یې دا دی چې د افغانستان حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی. د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې له هغو هېوادونو سره چې په رسمیت نه وي پېژندل شوي، د سندونو لاسلیکول حقوقي ستونزې رامنځته کوي. د دوی په تړون کې هند هم شتون نه لري. بل لامل یې ښايي دا وي چې هر هېواد باید په خپله خاوره کې یو لړ کارونه ترسره کړي."

خو په تېر جمهوري نظام کې د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار قدیر مطفي وايي، د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري حکومت له خوا په تېرو پنځو کلونو کې د ټاپي پروژې لپاره واضح اقدامات شوي و، ان دا چې په خبره یې، ساختماني برخه کې هم چمتووالی نیول شوی و او د افغانستان هغه محاسبه شوې اقتصادي ونډه چې د ترانزېټ له لارې ترلاسه کېده هم ټاکل شوې وه.

نوموړی وايي، افغانستان به له دې لارې په راتلونکو دېرشو کلونو کې شاوخوا يو نيم ميليارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي خو زیاتوي، د پاکستان په ګډون ښکېل هېوادونه د ټاپي په پروژه کې د افغانستان له اوسنیو بحراني شرایطو څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.

نوموړی وايي: "په اوسني وضعیت کې چې افغانستان د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دی، ښکېل هېوادونه کولای شي چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او افغانستان تر فشار لاندې راوړي او افغانستان د ډېرو وړو ګټو لپاره ډېرې لويي اقتصادي ګټې له لاسه ورکړي. هغه شرایط چې د مسیر د بدلون لپاره دي هم امکان لري، ځکه چې په نهایت کې پاکستان له خراب اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، نو ځکه هڅه کوي چې له ارزانه لارې ګاز تر لاسه کړي."

په دې اړه د ازادي رادیو خبریال د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

ټاپي پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو، خو د امنیتي لاملونو له امله یې کارونو پر مختګ ونه کړ.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې د پیل لپاره خبرې روانې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ټاپي په نوم د طبیعي ګازو د لېږد لومړنۍ خبرې په لومړي ځل په ۹۰یمه لسیزه کې پیل شوې وې، خو په ۲۰۰۳ کال کې د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ، په دې اړه جدي خبرې پیل شوې، تر هغه چې په ۲۰۰۸ کال کې هند په رسمي ډول له دې پروژې سره یو ځای شو.

د يادې شوې پروژې اصلي موخه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې د ٣٣ ميليارد متر مکعب ګازو لېږدول دي.

د ټاپي د ګازو د نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی او دغه پایپ لاین، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي.

دا نللیکه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او له ټولټال ۱۸۱۴ کیلومترو څخه ۸۱۶ کیلومتره یې په افغانستان کې غځول کېږي.