د اندونيزيا ولسمشر پر افغان مېرمنو د محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو

په داسې حال کې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم او تحصیل لا هم د طالبانو محدودیتونه دوام لري، د اندونیزیا ولسمشر د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودوپرون د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره په کتنه کې یوه تجارتي موافقه لاسلیک کړه.

ویدودو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، هیله‌من دی چې دغه موافقه به د اندونیزیا او ایران ترمنځ سوداګري پراخه کړي.

جو ویدودو چې پرون په پلازمېنه جاکارتا کې د ابراهیم رییسي کوربه و، یوه کنفرانس ته په خبرو کې وویل: "موږ موافقه وکړه چې د فلسطینیانو د مبارزې ملاتړ، په افغانستان کې د بشري بحران حل او په افغانستان کې تعلیم او تحصیل ته د نجونو او ښځو د لاسرسي هڅو، دغه راز د بشري مرستو برابرولو ته دوام ورکړو."

په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو بېلابېل محدودیتونه لګول شوي دي.

د اندونیزیا تر څنګ سعودي عربستان، د مصر الازهر پوهنتون، د اسلامي همکاریو سازمان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو یا هم بنسټونو د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو ویلي چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو ورکولو ته ژمن دي.

د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، د ایران ولسمشر په دوه ورځني رسمي سفر اندونیزیا ته تللی، چې د اسیا په جنوب ختیځ کې تر ټولو لوی اقتصاد لري او زیات نفوس لرونکی اسلامی هېواد دی.

بل لوري ته د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب ځواک د اروپايي ټولنې له‌خوا تازه بندیزونه لګول شوي دي.

تهران هڅه کوي چې د لوېدیځ د سختو اقتصادي بندیزونو د جبران لپاره د نړۍ له ځینو هېوادونو سره خپل تجارتي روابط پیاوړي کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر پرون له اندونیزیا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته وویل، په دې باور دی چې بندیزونه او تهدیدونه د تهران مخه نه‌شي نیولی.

ابراهیم رییسي وویل، هدف دا دی چې د اندونیزیا او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ اندازه ۲۰ ميلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي اندازه په ۲۰۲۲م کال کې تر ۲۵۰ ميلیون ډالرو یو څه زیاته وه، چې د وړم کال پر تله ۲۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

دا لومړی وار دی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي اندونیزیا ته رسمي سفر کوي، هغه هم داسې وخت چې تهران د لوېدیځ له سختو بندیزونو سره مخامخ دی.

د دوشنبې په ورځ اروپايي ټولنې د مهسا امیني تر مړینې وروسته د اعتراضونو د ظالمانه ځپلو له کبله د سپاه پاسداران انقلاب د پانګونې د برخې شتمني کنګل کړه.

دا په ایران کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو له کبله پر ایران د اروپايي ټولنې د لګول شویو بندیزونو اتم پړاو و.