په دوحه کې د افغانستان په تړاو د کېدونکې غونډې په درشل کې د ښځو د حقونو فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربهتوب سبا دوشنبه او بل سبا سې شنبه دوه ورځنۍ غونډه وشي.
مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوې مرستیالې ویلي وو، په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه هم بحث وشي.
دغې غونډې ته طالبان نه دي بلل شوي او د طالبانو یوه چارواکي ویلي، که دوی ونهبلل شي دغه ډول غونډې به نتیجه ورنه کړي.
پر دې موضوع زموږ همکار د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې ایا په دوحه کې غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5