کابل کې د ښځو لاریون؛ “طالبان په رسمیت مه پېژنئ”

Your browser doesn’t support HTML5

ځینو ښځو نن په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې قطر کې د ملګرو ملتونو دوه ورځني ناستې پر خلاف، اعتراض وکړ. دغه اعتراض کوونکې اندېښنه څرګندوي چې د دوحې ناسته ښايي د نړېوالې ټولنې لخوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې ته لاره پرانیزي. ټاکل شوې چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت ناسته جوړه شي. د دوحې ناستې اصلي موخه د افغانستان وضعیت او له طالبانو سره د نړېوالو تعامل دی. که څه هم ملګرو ملتونو ویلي چې دغه ناسته به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې متمرکزه نه وي، خو اعتراض کوونکي باور لري چې د ملګرو ملتونو دغه ګام د نړېوالې ټولنې لخوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره اخیستل کېږي

کابل کې د ښځو لاریون؛ “طالبان په رسمیت مه پېژنئ”