امريکا: افغانستان کې د امريکا پاتې شوې وسلې د کارولو نه‌دي

ارشيف

په افغانستان کې د امریکا له جګړې څخه د پاتې شویو وسلو له امله د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې ثباته کېدو د احتمال په اړه د روسیې له اندېښنو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه وسلې نور د کارولو نه‌دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "سمه ده، لکه څنګه چې د دفاع وزارت او جان کربي وويل، ټولې پوځې وسايل او وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي، د کارولو نه وې. نو د امريکا اوسني حکومت په وار وار په دې اړه خبرې کړې دي."

دا په داسې حال کې ده، چې د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا د اپريل مياشتې په ۲۴مه نېټه ويلي و، د امريکا او ناټو ناکامه ۲۰ کلن پوځي ماموريت، لا هم په افغانستان او ټولې سيمې منفي اغېز لري.

دا امکان شته چې له امريکا پاتې شویو وسلو ته ترهګر لاس‌رسی پيدا کړي.

هغې ويلي و، دا امکان شته چې له امريکا پاتې شویو وسلو ته ترهګر لاس‌رسی پيدا کړي.

د پاکستاني پوځي او امنیتي چارواکو په وینا، له کله نه چې طالبان په افغانستان بیاځلي واکمن شوي، یو شمېر امریکايي پوځي تجهیزات په پاکستان کې موندل شوي، چېرته چې د وسله‌والو ډلو له‌خوا ترې کار اخیستل کېږي.

د دوی په باور، دغه تجهیزاتو د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو چې د پاکستان حکومت پر ضد جنګېږي، پوځي وړتیاوې زیاتې کړي او په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د پخواني حکومت ټانکونه چې اوس د طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد، په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تر دې وړاندې نوموړي دا ادعاوې رد کړې وې، چې ګواکې له امريکا څخه پاتې شوې وسلې او تجهیزات د تحريک طالبان پاکستان له‌خوا کارول کېږي.

د طالبانو حکومت دغه شان ادعا کړې وه، چې د جمهوري ریاست له سقوط وروسته د تېر نظام ځینو پوځیانو خپلې وسلې پلورلې دي.

خو د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو قوماندان فرید احمدي ادعا کوي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو څخه پاتې شوې وسلې چې د طالبانو لاس ته لوېدلي، د افغانستان او سیمې د هېوادو لپاره لوی خطر دی.

دا چې پنټاګون او امريکا وايي دا وسلې فعالې نه‌دي او کار نه‌کوي، دا خبره رښتيا نه‌ده

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د ناټو دا وسلې او تجهيزات د غنيمت په توګه د طالبانو او ۲۵ ترهګرو ډلو ترمنځ چې په شلو کلونو کې، د طالبانو تر څنګ جنګېدلي ويشل شوي او په عملي توګه د هند کشمیر، تحريک طالبان پاکستان او په منځنۍ اسیا کې ترهګرو ډلو ته رسېدلي دي. دا چې پنټاګون او امريکا وايي دا وسلې فعالې نه‌دي او کار نه‌کوي، دا خبره رښتيا نه‌ده، ځکه په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د ناټو له تجهيزاتو او وسلو څخه په استفادې د جمهوري نظام پر سياسي مخالفينو او پخوانيو پوځيانو ډزې کړې دي. تېر کال، د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ چې بهرنيو شرکتونو سره موافقې ته رسېدلي چې د ناټو وسلو سيستم او محاربوي تخنيک ساتنه وکړي، ايا د امريکا دولت له دې موضوع خبر دی؟"

د افغانستان د بیارغونې لپاره، د امریکا ځانګړي مفتش ادارې (سیګار) تېر کال راپور ورکړ، چې امریکايي ځواکونو، طالبانو ته د ۷.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پرېښودل چې په‌کې ۷۸ الوتکې، ۴۰ زغره وال موټر، له ۳ لکو څخه ډېرې وسلې او زرګونه مرمۍ او مهمات شامل دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالدټرمپ په دې وروستيو کې ويلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته شاوخوا ۷۰۰ زره امریکايي ماشینګڼې او ټوپکې په افغانستان کې پاتې دي.

له فاکس نیوز سره په مرکه کې ښاغلي ټرمپ ادعا وکړه، چې د نویو لاریو، الوتکو او بېلابېلو وسلو په ګډون د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مهمات په افغانستان کې پاتې دي چې طالبان یې له پلورلو ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

د طالبانو حکومت د ټرمپ د دغه ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ويلي.