ويانا کې د درې ورځنۍ غونډې پای؛ د مقاومت د ټولو بڼو پر ملاتړ او پراختيا ټينګار شوی

د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو درې ورځنۍ غونډه د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده.

په انګلیسي او دري ژبو خپره شوې دې اعلامیه کې چې د ملي مقاومت په نوم د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر میثم نظري پر خپل ټویټر خپره کړې، له طالبانو سره د سوله‌يیز هواري لاره غوره بلل شوې، خو په عین حال کې د طالبانو په وړاندې د مقاومت د ټولو بڼو ملاتړ او پر پراختیا ټینګار شوی دی.

د ویانا د دې غونډې اعلامیه وايي، ګډونوال یې د طالبانو د ټولو مخالفو سیاسي بهیرونو ترمنځ د انسجام لپاره هڅه کوي او د دې چارې د ترسره کولو لپاره د یوې کاري ډلې د جوړولو یادونه هم شوې ده.

په اعلامیه کې تر یو واحد چتر لاندې د طالبانو د ټولو مخالفانو د راټولولو یادونه هم شوې ده.

موږ تل د نظرونو د شریکولو، خبرو او مذاکرې لپاره چمتو یوو.
احمد مسعود

د دې درې ورځنۍ غونډې په پای کې چې د طالبانو د حکومت تر ۳۰ زیاتو سیاسي مخالفو څېرو په‌کې برخه اخیستې وه، د ملي مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د نظامي هڅو تر څنګ یې سیاسي هواري ته هم لاره پرانیستې پرېښې.

نوموړي ويلي: "یو شی چې زه یې غواړم څومره چې ممکنه وي روښانه کړم دا دی چې موږ تل د نظرونو د شریکولو، خبرو او مذاکرې لپاره چمتو یوو. هیڅوک باید داسې ناسم ونه انګیري چې موږ د پوځي فعالیت یوه طرفداره ډله یوو او یا داسې یو اپوزیسون یوو چې د خبرو لپاره هیڅ پرانیستی وَر او کړکۍ نه‌لرو."

احمد مسعود


په اعلامیه کې د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو محدودیتونه غندل شوي او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې، د طالبانو حکومت دې په رسمیت ونه پېژني.

په اعلامیه کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېدونکې غونډه "د افغانستان د خلکو د ريښتیني استازو په غیاب کې" غونډه بلل شوې او له ګډونوالو یې غوښتل شوي چې د هر هغه بحث نه چې "د طالبانو د واک د دوام" او د اعلامیې په وینا "د افغانستان د وضیعت د پېچلتیا " سبب کېږي باید ډه ډه وکړي.

"دا څېرې نه افغانستان بیا جوړولی شي او نه د افغانستان لپاره کومه هېله او اجنډا لري.
مجاهد

د دې غونډې د اعلامیې په غبرګون کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یو پیغام کې د ویانا د غونډې ګډونوال "پېژندل شوې څېرې" وبللې چې د نوموړي په وینا د خپل واک پر مهال يې د افغانستان لپاره څه نه‌دي کړي.

نوموړي وويل: "دا څېرې نه افغانستان بیا جوړولی شي او نه د افغانستان لپاره کومه هېله او اجنډا لري. مختلف افکار او شخصي ګټې ورته مهمې دي، له همدې کبله د خلکو کوم درد نه‌شي دوا کولی او خلک هم ترې کومه تمه نه‌لري."

ذبیح‌الله مجاهد همدارنګه ادعا وکړه چې، دا مهال افغانستان په سوله او ثبات کې دی او خلک نه غواړي بیا له ګډوډۍ او بدمرغۍ سره مخ شي.

ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهيسې په افغانستان کې د دې ډلې د حکومت پر ضد څو مخالفو سیاسي او نظامي خوځښتونو سر راپورته کړی دی، خو د دې خوځښتونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ نشتوالی د ګڼو څارونکو په باور د طالبانو د سیاسي او نظامي مخالفانو د کمزوري کېدو سبب شوی دی.

هغه ستونزه چې په ویانا کې راټولو شویو د طالبانو څو مخالفو سیاسي څېرو یې په اعلامیه کې پر هواري ټینګار کړی.

خو دا چې ایا د طالبانو په وړاندې د ټول افغانستان په کچه مخالف سیاسي خوځښتونه به تر یو چتر لاندې د راټولېدو وړتیا ومومي کنه، دا به وروسته له هغې څرګنده شي چې د ویانا له غونډې وروسته د دې غونډې ګډونوال د بېلابېلو طالب ضد ډلو ترمنځ د انسجام رامنځته کولو په برخه هغه څه چې په اعلامیه کې یې ویلي عملي کوي او که نه.