فایق: د دوحې غونډه کې د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه بحث نه کېږي

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی وايي، د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ په قطر کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث نه کېږي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث ونه شي.

نصیراحمد فایق تېره شپه ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "په دې غونډه کې دا ډول بحث د مطرح کېدو وړ نه‌دی."

د اپرېل په ۱۸مه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي وو، دا سازمان په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم په کې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د هغې دې څرګندونو پراخ غبرګونونه را پورته کړل، تر دې چې د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک د اپریل په شلمه یوې خبرې غونډې ته وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندنې موضوع د دې سازمان د غړو هېوادونو په لاس کې ده.

هغه د امینې محمد د خبرو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، د هغې موخه دا وه چې په افغانستان کې له طالب چارواکو سره د بشري مرستو د رسونې لپاره د نړیوالې ټولنې همغږي مهمه ده.‌

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

د دې وزارت یوه ویاند وډانت پټېل د اپریل په ۲۰مه یوې خبري غونډې ته وویل، دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې کنفرانس کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هر ډول خبرې اترې ورته د منلو وړ نه‌دي.

پټېل وویل: "د دې غونډې موخه هېڅکله د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه‌دی او په دې غونډه کې هر ډول بحث چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه وي موږ ته هېڅکله هم د منلو نه‌دی."

په پام کې ده چې د مې میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ غونډه د انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب وشي.

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټېرېش

په دې غونډه کې به د تړلو دروازو تر شا ګډون کوونکي هېوادونه د خپلو ګډو موخو پر بنسټ، د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل په اړه خبرې وکړي.

طالبانو لا نه‌ده روښانه کړې چې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه او تر خوا یې د ملګرو ملتونو سازمان هم نه‌دي ویلي چې ایا طالبانو ته یې په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورلېږلې که څنګه؟

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دوی په ځلونو له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له سازمان غوښتي چې د دوی اوسنی رژیم په رسمیت وپېژني، خو دا غوښتنه یې تر اوسه هېڅ هېواد او تر خوا یې ملګرو ملتونو نه‌ده منلې.

د طالبانو اوسني حکومت که څه هم په سیمه کې یو شمېر هېوادون ته خپل ډیپلوماټان استولي، خو حکومت یې هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.