د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

وانګ يي: افغانستان باید له نړیوالې ټولنې لیرې او په یوه ناکام دولت بدل نه‌شي


پیکېنګ کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د چین د بهرنیو چارو وزیر لیدنه
پیکېنګ کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د چین د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه لیرې پاتې نه‌شي او په دې هېواد کې روان حالت باید په دې ډول دوام ونه‌کړي.

په دې اړه په متحدوایالتونو کې د چین سفارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو جزئیات ورکړي دي.

وانګ يي چین ته د طالبانو د حکومت د پلاوي له سفر وروسته په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه چې افغانستان باید په یوه ناکام دولت بدل نه‌شي، څرګندونې وکړې او ویې‌ویل چې د طالبانو سرپرست حکومت اساسي غوښتنه رسمیت پېژندنه ده، خو د ده په وینا د نړیوالې ټولنې لپاره هم دا د پاملرنې وړ مسئله ده.

وانګ یي زیاتوي: "چین د افغانستان د یوه ګاونډي او دوست هېواد په توګه په دې باور دی چې افغانستان باید پرې نه‌ښودل شي چې په یوه ناکام دولت بدل شي او په هېڅ صورت باید له نړیوالې ټولنې څخه څنډې ته پاتې نه‌شي. افغانستان د اوږدو کلونو لپاره په جګړو کې ښکېل و او له نړیوال اقتصادي پرمختګ څخه شا ته پاتې شوی دی."

چین کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په اړه غونډه
چین کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په اړه غونډه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل د طالبانو د حکومت چارواکو له دوی سره د خبرو پر مهال د خپلو ژمنو پر عملي کولو ټینګار وکړ، له نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو سره‌یې د تفاهم او ملاتړ هیله درلوده او غوښتنه‌یې کوله چې په نړیوالو تفاهمونو کې د دوی په اړه مثبتې خبرې وکړي، خو ښاغلي وانګ یي وویل چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون نړیواله ټولنه هم خپلې اندېښنې لري او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه تمه لري چې ژر تر ژره د انتقال پروسه بشپړه کړي او د ملي پخلاینې، د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار او په نورو برخو کې عملي اقدامات وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په وینا د طالبانو حکومت د دې لپاره چې په رسمیت وپېژندل شي باید له طبیعو لارو پر مخ ولاړ شي.

وانګ یي زیاته کړه چې دی هیله‌من دی طالبان به په دې برخو کې عملي او د منلو وړ ګامونه واخلي.

طالبانو اووه نیمې میاشتې مخکې پر قدرت ولکه ټینګه کړه، خو د دوی حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG