يونېسف: د افغانستان په ګډون په سوېلي اسيا هېوادونو کې ۲۹۰ميليونه کم‌عمره نجونې ودونو ته اړې شوي

انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونېسف) وايي، په افغانستان او د سوېلي اسیا په نورو هېوادونو کې ۲۹۰ میلیونه کم عمره نجونې ودونو ته اړې شوې دي.

د بلخ ولایت اوسېدونکې ۱۵ کلنې مونسې ازادي راډیو ته وویل، چې د کرونا ويروس او پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته يې ونه‌شو کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

زه نه پوهېدم چې کور کول څه ته وايي؟ د مېړه او مېرمنې اړیکې څه دي؟

نوموړې وايي، پلار يې کروندګر دی او د دوی د لويې کورنۍ لپاره د خوراک او جامو برابرول ورته ستونزمن و، نو په ۱۴ کلنۍ کې يې هغه واده کړه چې په خبره يې د ګډ ژوند په هکله هېڅ نه پوهېده.

مونسې ازادي راډيو ته وویل: "کرونا راغله، ښوونځي بند شول، بیا طالبان راغلل او زموږ ښوونځي وتړل شول، بیا یې زه واده کړم، کله چې د خاوند کور ته لاړم، په داسې حالت کې نه وم چې د کورنۍ مسوولیت په غاړه واخلم. زه نه پوهېدم چې کور کول څه ته وايي؟ د مېړه او مېرمنې اړیکې څه دي؟ زه واقعا نه پوهېدم، دا زما لپاره سخته وه، د یوې ښځې په توګه، زه نه پوهېدم چې د کور جوړونه څه ده؟ زه د کور په مسؤلیتونو نه پوهېدم، دا زما لپاره په رښتیا سخته وه."

مونسه چې د خاوند کورنۍ يې هم ښه اقتصاد نه‌لري، وايي چې د هغې په څېر زرګونه نورې نجونې هم له ورته برخليک سره مخ دي.

انځور - ارشيف

د ښځو د حقونو یوې فعالې زرغونې ولي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کم عمره نجونو ودول د دوی له حقونو سرغړونه وبلله او له حاکم نظامه یې وغوښتل چې د زده کړې او کار په برخو کې دې پر دوی لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي.

نوموړې وايي: "دا مسايل ژر نه شي حل كېداى، بلكې بايد پوهاوى او تبليغ وشي، نه يوازې موږ او له افغانستان څخه بهر فعالې مؤسسې د كم عمره ودونو د له منځه وړلو مسووليت لرو، بلكې حاكم نظام هم بايد د ښځو تر څنګ ودرېږي او دغه محدوديت لرې كړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې د خپلو وروڼو سره یو ځای د ټولنې او اقتصاد په وده کې ونډه واخلي."

"دا مسايل ژر نه شي حل كېداى، بلكې بايد پوهاوى او تبليغ وشي

یونېسف په خپل راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې دا شمېر په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی او د نړۍ د ټولو ناویانو ۴۵ سلنه جوړوي.

یونېسف د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتوالي لامل د افغانستان په ګډون په جنوبي اسیا کې، د زده کړو څخه د نجونو بې‌برخې کېدل او د کورنیو اقتصادي کړکېچ په ګوته کړی دی.

د یونېسف موندنې ښیي چې ډېری ميندې او پلرونه خپلو لوڼو ته د یو بار په سترګه ګوري او واده د دوی لپاره غوره انتخاب ګڼي.

د سویلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه‌يیزه مدیره نوالا سکینر وايي: "په کم عمر کې واده، نجونې له زده کړو محروموي، د هغوی روغتیا، هوساینه او راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي. هره نجلۍ چې په ماشومتوب کې واده کوي، ماشومه ده."

یونېسف وايي، د افغانستان، بنګله‌دېش، بوتان، نیپال، هند، پاکستان، مالدیف او سریلانکا د حکومتونو، مدني ټولنو او ماشومانو له سلو ډېر استازي د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې راټول شول او د ماشومانو د ودونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

له بې‌وزلۍ سره مبارزه، د ماشومانو د حقونو ساتنه، له کم عمره ودونو څخه د ماشومانو ساتنه، په کورنیو کې د مثبتو اړیکو ترویج او مالي تضمین او د نجونو لپاره کليدي روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو ته لاس‌رسی د ماشومانو د ودونو د مخنیوی لپاره د دغو اتو هېوادونو په وړاندیزونو کې دي چې د یونېسف په دې راپور کې یاد شوي دي.

په دې اړه مو له طالبانو وپوښتل، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنو ته ځواب ور نه‌کړ.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو تر څنګ، نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي، چې دې کار په افغانستان کې د اجباري او کم عمره ودونو خطر زیات کړی دی.