د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

سوات کې یوې خسرګنۍ د اینګور ژبه غوڅه کړې ده


د خیبر پښتونخوا صوبې په لېرې پرتې سیمې سوات کې یوې خسرګنۍ د کورني تاوتریخوالي له امله د خپلې اینګور ژبه غوڅه کړې ده.

دغه پېښه د سوات په کبل نومي سیمې په یوه لرې پروت کلي کې رامنځته شوې او اغېزمنه شوې ښځه فا‌طمه نومېږي چې ۲۲ کاله عمر ولري.

د فا‌طمې پلار "زبیر"وايي چې لور یې نېږدې ۸ کاله مخکې واده شوې او اوسمهال د یوه اولاد مور ده، خو په خبره یې چې خسرګنۍ به یې په پرله پسې توګه وهله ټکوله، ان دا چې دا ځل یې ژبه ورپرې کړه.

نوموړي تېره ورځ د ازادي راډیو له مشال سره څانګې په خبرو کې دا یو ستر جرم و ظلم بللی او له حکومته یې غوښتي چې په دې لړ کې دې ورته انصاف ورکړي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"خوښه به یې نه وه، نو ظالمانو چې خوښه مو نه وه، نو پرې یې ږدئ، خپلې بڼې په چا نه درنېږي، زه یې ساتمه، که مې ساتلای نه شوه، نو خپلو خپلوانو او حکومت ته به ووایم چې زما سره مرسته وکړي، نو تاسو ترې ژبه ولې غوڅوئ."

فاطمه دا مهال د سوات په یوه ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې ده، خو ډاکټران وايي چې د هغې ژبه نېږدې دوه سانټي میټره غوڅه شوې چې له امله یې هغه له خبرو لوېدلې او مکمله درملنه یې په سوات کې ناشونې بولي.

د کبل روغتون یوه ډاکټر عبدالصبور په دې اړه وايي:

"سرجري چې وشي، مطلب دا دی چې دا کامیابه ده، نو دا مسئله به حل شي، که سرجري یې نه کېږي، نو مطلب دا دی چې ددې مسئله به نه ښه کېږي، ځکه دغه ښځه سمې خبرې نه شي کولای."

په سوات کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکې ادارې «دستګیر ایډ سنټر» یوه کارکوونکې غزاله رحمان چې د اغېزمن شوې ښځې مرستې ته رسېدلې ده، وايي"که ددغې پېښې لاملونه هر څه وي، خو دا یو جرم دی او ټینګار کوي چې ددې ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید په سیمه کې عامه پوهاوی وشي او په وړکتوب کې د نجونو د ودونو مخه ونیول شي.

نوموړې په دې اړه وايي:

" که موږه وګورو نو د چا نه ژبه غوڅول او له هغه نه د خبرو کولو حق اخیستل، دا یو ډېر غټ زیاتی دی، ځکه چې یو کس معذوره کول چې هغه نه بیا خپله خبره بل ته کولی شي، نو زما په نزد باندې دا ډېر غټ زیاتی دی، نو زه وایم چې څو پورې په دې سیمه کې د کم عمرۍ ودونه نه وي کم شوي او عامه پوهه شوی نه وي، دا ظلم به همداسې روان وي."

له بلې خوابیا په سوات په کل کې یو ځايي پولیس چارواکي ریاض خان وايي چې ددغه پېښې مقدمه یې درج کړې ده، د پېښې تحقیقات یې پیل کړي او په خبره یې، چې ددغې پېښې په تړاو یې ځینې کسان نیولي هم دي:

"په دې کې ډېره لویه سزا ده، بس هغه جینۍ خو بستر ده، دوی دعویداري کړې وه، په هغې کې موږ د ښځو په ګډون ځینې کسان نیولي دي او دا مهال په بند کې دي."

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری پېښې رامنځته کېږي، خو دا لومړی ځل چې په سوات کې یوې خسرګنۍ د کورنيو شخړو له امله د خپلې اینګور ژبه ورغوځه کړې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG