د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

ملګري ملتونه وايي په کم عمر کې د نجونو ودول د لا زیات فقر لامل شوی


د نړۍ په یو شمېر زیاتو هېوادونو کې د کم عمره نجونو ودول یوه جدي ستونزه ده.

د افریقا د لويې وچې په یو شمېر هېوادونو کې په کم عمر کې د نجونو ودول له فقر سره مستقیمه اړیکه لري.

خو ملګري ملتونه وايي، دا پدیده د لا زیات فقر سبب شوې ده او له امله‌يې میلیاردونه ډالر زیان اوښتی دی.

۱۵ کلنه ریسپیکټ رویمبو توپودزی چې د زیمبابوې ده، یوه ورځ له ښوونځي څخه کور ته پر لاره وه چې یوه ۲۲ کلن هلک ورڅخه وغوښتل چې له هغه سره کافي وڅښي.

توپودزي ونه غوښتل، خو اوس ناوخته شوی و او هغه ځکه چې د نجلۍ پلار هغه له دغه هلک سره په خبرو ولیدله او فکر يې وکړ چې لور يې ورسره اړیکه لري.

د رویمبوتوپودزي پلار خپله لور او هلک مجبور کړل چې په خپلو کې واده وکړي.

رویمبو توپودزي له هلک سره واده وکړ، ماشوم يې په ګیډه شو او ښوونځۍ ترې پاتې شو.

۱۵ کلنه توپودزي خپل مېړه وهله، ټکوله او اخر اړ شوه چې د خپل پلار کور ته لاړه شي.

نوموړې له هم هغه وخت راهیسې په ورته برخلیک د نورو نجونو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.

ریسپیکټ توپودزي هڅه کوي چې د زیمبابوې حکومت اړ کړي چې په قانون کې د تعدیل له لارې د واده لپاره د نجونو عمر د ۱۶ پر ځای اتلس کاله وټاکي.

توپودزي په‎دې وروستیو کې په افریقايي هېواد ګانا کې فرانس پرېس ته وویل، دا پوهېږي چې په کم عمرۍ کې واده کول څومره ستونزې پیدا کوي؟

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې د افریقا د صحرا د هېوادونو یو په درېیمه برخه نجونې له اتلس کلنۍ مخکې ودېږي.

ملګري ملتونه وايي، دا کار د دې سبب کېږي چې دا هېوادونه هغه میلیاردونه ډالر له لاسه ورکړي چې په پوهه د سمبالو نجونو او کاري قوې له لارې يې لرلی شي.

د نړۍ د ۱۲ هېوادونو په اړه اټکلونه ښيې چې دغلته په کلني ډول ۶۳میلیارده ډالر په کم عمر کې د هغو نجونو د ودلو له امله چې خپل تحصیل يې نه‌دی بشپړ کړی، له لاسه ورکوي.
ملګري ملتونه وايي، د نړۍ د هغو هېوادونو له جملې څخه چې زیاتې کم عمره نجونې په کې ودېږي ،اتلس يې په افریقا کې دي.

د زرو وړو ډلو څخه جوړ یو سازمان چې «ناوې نه نجونې» په نامه یادېږي ، تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو د پدیدې د له‎منځه وړلو په هدف ملي ستراتیژۍ برابرې کړي دي.

د دې سازمان یوې غړې اویت موهیا وايي، د ځینو تدابیرو له لارې چې په ښونځیو کې زده‎کوونکو ته د ډودۍ ورکولاو د نقل او حرکت د اسانتیاو برابرول هم په کې شامل دي، کولی شي نجونې په ښوونځیو کې پاتې کړي او دا کار به کورنۍ وهڅوي چې خپلې لوڼې په کم عمرۍ کې واده نه کړي.

موهیا وايي، دودونه،اقلیمي بدلونونه او جګړې هم په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لاملونه دي خو فقر او ناداري يې اصلي سبب دی .

ملګرو ملتونو تېرکال ویلي و چې په لویدیځه افریقا کې وچکالۍ چې ۲نیم لکه کسان يې بې ځایه کړي، بې سابقه بشري ناورین رامنځته کړی دی او له همدې امله یو شمېر کسان اړ شوي دي چې د خوړو په بدل کې خپلې لوڼه وپلوري.

XS
SM
MD
LG