د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

نيويارک ټایمز: داعش ډله هڅه کوي غیر نظامي اهداف ډېر په نښه کړي


  • نيويارک ټایمز

امريکایي ورځپاڼې نيويارک ټایمز د جلال‌اباد ښار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست پر ودانۍ د سې شنبې د ورځې حملې ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، دا حمله ښکاروي چې داعش ډله هڅې کوي غیر نظامي اهداف ډېر په نښه کړي.

په مقاله کې راغلي، په تېرو څو ورځو کې داعش ډلې په جلال‌اباد ښار کې پر غير نظامي ځایونو حملې کړي او د دې ډلې سخت دريځي د افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړو پر مهال په ملکي اهدافو حملې کوي.

د ورځپاڼې په وينا، طالبانو په دې پېښه کې هر ډول لاس درلودل رد کړي او ويلي يې دي چې پر غير نظامي اهدافو حملې نه‌کوي.

په تېرو څو ورځو کې داعش ډلې په جلال‌اباد ښار کې پر غير نظامي ځایونو حملې کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دغه راپور کې دا هم ليکلي چې داعش ډلې په ټوله کې سږ کال د ننګرهار ولايت په جلال‌اباد ښار کې نهه حملې کړې دي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د هغو افغانانو په اړه ليکلي چې ايران‌یې سوريې ته د جګړې لپاره لېږي.

د ورځپاڼې په وينا، په تېرو څلورو کلونو کې زرګونه شيعه نارینه دغې جګړې ته لېږل شوي چې د بشار اسد د رژيم په ګټه جګړه وکړي.

په مقاله کې راغلي چې دغو کسانو ته امکانات او نظامي روزنه ورکول کېږي چې د سوريې جګړې ته لاړ شي.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې دا هم ليکلي چې د اټکل له مخې، د هغو افغانانو شمېر ۸۴۰ ته رسېږي چې ايران د سوريې جګړې ته لېږلي دي.

د هغو افغانانو شمېر ۸۴۰ ته رسېږي چې ايران د سوريې جګړې ته لېږلي دي.

​د ورځپاڼې په وينا، ايران له افغان شيعه‌ګانو څخه داسې استفاده کوي چې ورته وايي، په سوريه کې د دوی زیارتونه په خطر کې دي.

په مقاله کې راغلي، په دغو افغانانو کې چې ډېری يې د افغانستان له هزاره اقليت څخه دي، داسي کسان هم لیدل کېږي چې څلور ځلې د سوريې جګړې ته تللي او ژوندي پاتې شوي.

واشنګټن پُسټ: ايران له افغان شيعه‌ګانو څخه داسې استفاده کوي چې ورته وايي، په سوريه کې د دوی زیارتونه په خطر کې دي.

​له دغو څخه يو شمېر افغانانو واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ته ویلي، پر مذهبي انګېزه سربېره دوی د اقتصادي ستونزو له کبله هم د سوریې جګړې ته ځي، ځکه دغو افغانانو تأييد کړې چې د ايران رژيم دوی ته د سوريې په جګړه کې د ګډون په بدل کې د مياشتې تر ۶۰۰ ډالرو پورې معاش ورکوي.

  • ګارډين ورځپاڼه

برېتانوي ګارډين ورځپاڼې د هغې نهه کلنې نجلۍ په اړه مقاله خپره کړې ده چې د بادغیس ولايت په قادس ولسوالۍ کې خپل مېړه وژلې وه.

د ورځپاڼې په وینا، دا نجلۍ د پلار د پور پوره کولو په خاطر دوه کاله مخکې په زوره واده ته اړه کړای شوې وه.

ورځپاڼې د يونېسف يا کوچنیانو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې او د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د هغه ګډ راپور له قوله ليکلي چې وايي د افغانستان په هرو درېیو نجونو کې یوه‌يې تر اتلس کلنۍ مخکې ودېږي.

سامعه له همدغسې نجونو څخه یوه وه چې په اووه کلنۍ کې ۳۵ کلن سړي ته واده کړای شوې وه.

د دغه سړي نوم شرف‌الدين دی.

د سامعې پلار پوليسو نيولی دی، ويلي چې لور يې د کورنیو شخړو د حل په خاطر شرف‌الدین ته ورکړې وه، خو د ګارډين ورځپاڼې په وينا رښتيا دا دي چې پلار يې سامعه په یو میليون افغانۍ پلورلې وه.

په افغانستان کې سلګونه نجونې د تاوتریخوالي قرباني کېږي.

​د يونېسف د راپور له مخې، سامعه یوازنۍ نجلۍ نه‌ده، بلکې سلګونه نجونو د دغسې تاوتریخوالي قرباني کېږي.

ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې د نړیوالو قوانينو له مخې هغه کس ته کوچنی ويل کېږی چې تر ۱۸ کلونو يې عمر کم وي، خو په افغانستان کې د هلکانو د واده عمر ۱۸ کاله او نجونو ۱۶ کاله دی.

په افغانستان کې د يونېسف استازې اديلي خودر وايي چې ټول اړخونه باید هڅې او اقدامات وکړي چې د کوچنیانو اجباري ودونه تر ۲۰۳۰م کال پورې په بشپړه توګه ختم شي.

XS
SM
MD
LG