طالبانو د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز یوه 'کورنۍ ارزښتي' موضوع بللې

ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د طالبانو حکومت له شاوخوا یوې اونۍ چوپتیا وروسته د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز یوه 'کورنۍ ارزښتي' موضوع بللې ده.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه یې پر خپل ټویټر خپره کړې ویلي، دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه دی جوړ کړی او په خبره یې تبعیضي چلند یې هم نه دی کړی.

طالبانو په دې اعلامیه کې یوځل بیا ادعا کړې چې دوی د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو تامین ته ژمن دي.

اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت لامل نړیوال فشارونه او بندیزونه ښودل شوي او د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بانکولۍ او سفري بندیزونو مسئلې حل کړي.

طالبانو دا خبرپاڼه یوه ورځ وروسته تر دې خپره کړه چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یوه ډارونکي غوراوي ته اړ ایستل شوي، هغه دا چې یا به پاتې کېږي او یا به هم خپلو کړنلارو باندې عمل کوي.

یوناما په پرونۍ اعلامیه کې ویلي، د دوی د هر ډول پرېکړې د عواقبو پړه به د اوسنیو چارواکو پر غاړه وي.

په دې اړه نور: يوناما: طالبان ملګري ملتونه اړ باسي چې د افغانانو ملاتړ د دوام لپاره يو ډارونکی انتخاب وکړي

طالبانو د اپرېل میاشتې په څلورمه نېټه د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان لپاره د دوی ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د مې تر پنځمې په افغانستان کې د خپل ماموریت اغېز ارزوي او تر هغو یې له خپلو څه باندې درې زره کارکوونکو هم غوښتي چې له استثنایي مواردو پرته دې دفترونو ته نه ورځي.