د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ايا طالبان د دې جوګه دي چې ملګروملتونو کې استازولي ورکړل شي؟


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست د دغې غوښتنې په ځواب کې چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي، په ياد سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ به هیڅ‌کله داسې رژیم ته و نه سپارل شي چې د افغانانو استازیتوب نه‌کوي.

د ازادۍ راډیو خبریال، مرسلین ارسلا د سیاسي چارو له شنونکي، خالد پښتون سره په مرکه کې پر همدې مسله غږېدلی.

ښاغلی پښتون لومړی دا پوښتنه ځوابوي چې د طالبانو د تېرو شلو میاشتو کړنې تر کومه نړیوالې ټولنې او افغانانو ته د منلو دي او ایا دوی د دې جوګه دي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ور وسپارل شي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00
XS
SM
MD
LG