باختر اژانس: د ایراني ځواکونو په ډزو کې د افغان کډوالو موټر چپه او په کې ناست ۴ کسان وژل شوي

د افغانستان او ايران سرحدي کرښه

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکړى چې د ايراني پولي ساتو ځواکونو په ډزو د افغان کډوالو د يو موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ١٣ تنه نور ټپيان دي.

باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د افغان اتباعو د موټرو په کاروان چې د ایران په خاوره کې و، ډزې وکړې چې له امله یې موټر چپه، او په موټر کې سپاره ۴ تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

دغه اژانس د ایران د سیستان بلوچستان او د افغانستان د نیمروز د سیمه ییزو سرچینو له قوله د مرګ ژوبلې دا ورکړی دی.

باختر اژانس ليکلي چې ايراني سرحدي پوځيانو په دغو افغانانو هغه وخت ډزې وکړې چې غوښتل يې په ناقانونه توګه د خوارۍ مزدورۍ په لټه دغه هېواد ته ننوځي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه پېښه د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د سيستان بلوچستان ولايت د خاش او سراوان په سیمو کې رامنځته شوې ده.

باختر اژانس د عيني شاهدانو په حواله ليکلي چې په موټر کې افغان کډوال سپاره وو چې د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري له ډزو کولو وروسته له سړک واوښت او چپه شو.

په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حبيب الهام هم دغه پېښه تاييد کړې، خو ويلي یې دي چې په دې پېښه کې چې په ايران کې وشوه دوه تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

نوموړي ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي: "ایراني پوځیانو د دوی پر موټر ډزې وکړې ټایرونه ورته وویشتل، موټر چپه شو او دا پېښه ځکه رامنځته شوه چې دوی په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته اوښتل."

په ورته وخت کې د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي له ازادي راډیو سره په دې پېښه کې د یوه وژل شوي تن د جنازې اعلان هم شریک کړی دی.

د جنازې په اعلان کې ويل شوي چې د دغه کس نوم سيد نصيب الله اغا دى او د تدفين ورځ يې د چهارشنبې ورځ د وږي د مياشتې ١٦مه نېټه ده.

د مړینې په دغه خبرتیا کې دا هم لیکل شوي چې نوموړی لومړی ټپي شوی او وروسته د ژور ټپ له امله مړ شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د سید نصیب الله اغا د کورنیو له غړو سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

تر اوسه د نورو وژل شویو او ټپيانو هویت رسنیو ته نه دی څرګند شوی.

ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته د افغانانو د غیرقانوني تګ لامل تر ډېره په افغانستان کې د کار نشتوالی او سخته بې وزلي ده.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د پاسپورټ وېش هم په ځلونو درول شوی او لږ شمېر کسان کولای شي په سختۍ سره پاسپورټ واخلي او له قانوني لارو نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

دا لومړی ځل نه دی چې ایراني سرتېري هغه افغانان د کار کولو په هدف د دغه هېواد خاورې ته دننه کېږي، هدف ګرځوي.

مخکې له دې هم په څو پېښو کې هغه افغانان چې په غیرقانوني توګه یې ایران ته د تګ تکل درلود، د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري د دغه هېواد په خاوره کې وژل شوي او یا ټپيان شوي دي.

یو شمېر ورغلیو غیرقانوني کډوالو هم په ځلونو رسنیو ته د ایراني سرتېرو د تاوتریخوالي او ربړولو کیسې کړې دي.

سره له دې چې د ایران حکومت ځینو پېښو کې دا ډول پېښې رد کړي او د ځینو لامل یې انساني تېروتنه بللې، خو د ایراني سرتېرو له لوري د افغانانو ربړونې او وژنې بار بار د افغانستان د مخکېنیو حکومتونو تند غبرګونونه او د نړیوالو سازمانونو اندېښنې راپارولې دي.