د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

نيمروز: په سرحدي سیمه کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې


نيمروز کې طالب سرتېري چې د کرښې د دفاع لپاره ولاړ دي
نيمروز کې طالب سرتېري چې د کرښې د دفاع لپاره ولاړ دي

د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې پرون د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه.

د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ازادي رادیو ته وویل چې نښته پرون ماسپښین وشوه خو د طالبانو د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه‌لري.

په دې خبرپاڼه کې په عین حال کې ویل شوي چې د سوء تفاهم له کبله په کنګ ولسوالي کې څو ډزې تبادله شوي خو وضعیت تر کنټرول لاندې دی او تشویش نه‌شته.

له بلې خوا د سیمې یوه اوسېدونکي په امنیتي دلایلو د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته د دې نښتې د عواملو په اړه وویل:

"نښته وه او له سپکو او درنو وسلو هم کار واخیستل شو

، دا نښته د کنګ ولسوالۍ په درویشوک سیمه کې شوې ده او هلته خلک د مځکې پر سر اختلاف لري. افغانان ادعا لري چې دا مځکې د دوی دي او قواله یې لري او هغوی څو واري کنګ ولسوالۍ ته راغلي چې دا مځکې زموږ دي خو ایرانیان یې نه پرېږدي."

ده زیاته کړه: "په دې سیمه کې ایران دېوال جوړ کړی خو په ځینو ځایونو کې یې دروازې پرې ایښي چې ایراني کروندګر ورڅخه دې خوا ته راشي او خپلې مځکې وکري او یا یې حاصل یوسي. په ځینو ساحو کې د مځکو د مالکیت پر سر اختلاف دی او دا مسله د جنجال سبب کېږي."

تر دې وړاندې هم د طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتو ترمنځ په نیمروز کې څو وسله والې نښتې شوي چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

خو د پرونۍ نښتې د مرګ ژوبلو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG