د فوټبال نړیوال جام؛ کومه لوبډله او لوبغاړی به ښه وځلېږي؟

د فوټبال نړیوال جام

د فوټبال نړیوال جام د تل په څېر له داسې ستورو ډک دی، چې هر یو یې د ځان او خپل هېواد لپاره د یوه بل ویاړ په لټه کې دي.

د کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي په څېر د فوټبال د اوسني عصر د تکړه ستورو ګډون د سږني نړیوال جام جاذبه نوره هم زیاته کړه.

د نړیوال جام سیالۍ به د قطر په نويو جوړو شویو او لوکسو لوبغالو کې ترسره شي.

میسي او رونالډو له نړیوال جام پرته د خپلې لوبډلې لپاره پاتې ټول ممکن ویاړونه ګټلي دي.

رونالډو او میسي

د فوټبال د نړۍ د دغو دوو او څو نورو مشهورو ستورو تر منځ به د سرو زرو د بوټ د ګټلو او د نړيوال جام د اتلولۍ لپاره سختې سيالۍ د پام وړ وګرځي.

له بلې خوا داسې راپورونه هم شته چې ښايي میسي په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه تجربه کړي او د اتلولۍ ترڅنګ به د سرو زرو د بوټ د ګټلو هڅه وکړي.

لیونل میسي چې د فوټبال د غوره لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي د خپلو کلبونو او ملي
ټیم اتلولي کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.

په دې کې څلور اروپایي اتلولۍ، یوولس د هسپانیې د لیګ اتلولۍ، په فرانسه کې اتلولي، او یوه د کوپا امریکا یا امریکايي هېوادونو د جام اتلولۍ شاملې دي.

اوه طلايي توپونه او شپږ د سرو زرو بوټان هم د فوټبال د دغه ستر ستوري د پام وړ لاسته راوړنې دي.

لیونل میسي چې د فوټبال د غوره لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي د خپلو کلبونو او ملي ټیم اتلولي کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.

د ارجنټاین ملي لوبډلې په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کلونو کې د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه او درې ځلې یې په ۱۹۳۰، ۱۹۹۰ او وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د لیونل میسي په ګډون سره دویم مقام ته ورسېده.

خو د میسي تر څنګ پرتګالی کریسټیانو رونالډو هم خپلې وروستۍ هڅې کوي چې په نړیوال جام کې به لوبې وګټي.

د ۱۱۷ ملي ګولونو سره، دا پرتګالی فوټبالر په نړۍ کې د ملي ګولونو په کټګورۍ کې ریکارډ لري.

ده په څه دپاسه يوولس سوه ملي او کلبي لوبو کې په ګډون سره له اته سوه څخه زيات ګولونه وهلي دي.

پر دې سربېره پنځه د سرو زرو توپونه او څلور د سرو زرو بوټان هم د رونالډو د پام وړ لاسته راوړنې دي، خو د دوی ملي لوبډلې هېڅکله هم نړیوال جام نه دی ګټلی.

رونالډو له نړیوال جام پرته د خپلې لوبډلې لپاره پاتې ټول ممکن ویاړونه ګټلي دي.

دا یوازې لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو نه دي چې د نړیوال جام اتلولۍ ته ته تږي دي.

کریم بینزیما د فرانسې د فوټبال د ملي ټيم او د ریال ماډریډ ستوری لوبغاړی دی چې د طلا وروستی توپ یې هم ګټلی دی.

بنزیما د فوټبال په تېر فصل کې په ۴۴ لوبو کې ۴۶ ګولونه کړي دي.

کریم بینزیما د یوې فوټبال لوبې پرمهال

د فرانسې د ملي لوبډلې څخه کیلیان امباپه هم ډېر پام ځانته اړولی دی.

د پاریسن جرمن دغه بریدګر لوبغاړي له تېر نړیوال جام راهیسې چې په روسیه کې وشو تر دې دمه، ۱۶۸ ګولونه کړي دي.

کیلیان امباپه

نیمار د برازیل ستوری او د فوټبال مشهور لوبغاړی دی چې د میسي او رونالډو وروسته
د هغه نوم ډېر یادېږي.

که څه هم تر اوسه يې د بالون ډي اور یا د سرو زرو توپ جايزه نه ده ګټلې، خو د خپلو ملي او کلب لوبډلو لپاره يې ډېر نور وياړونه ګټلي دي.

هغه د ۲۰۱۶ کال په المپیک کې له خپلې ملي لوبډلې سره د سرو زرو مډال او په ۲۰۱۳ کال کې د کنفدراسیون کپ وګاټه.

نیمار د برازیل ستوری او د فوټبال مشهور لوبغاړی دی چې د میسي او رونالډو وروسته د هغه نوم ډېر یادېږي.

نیمار اشاره کړې چې د قطر نړیوال جام به یې وروستی وي.

که څه هم د فوټبال د مشهورو ستورو لېست اوږد دی، خو غوره به وي چې رابرټ لیوانډوسکي هیر نه شي.

د بایرن میونخ مشهور فوټبال ستوری رابرټ لیوانډوفاکسي چې د پولنډ په ملي ټيم کې
لوبېږي د المان د بونډیسلیګا د لومړي فصل پرته، په اوه فصلونو کې هر وار تر څلوېښتو څخه ډېر ګولونه کړي دي.

د بایرن میونخ مشهور فوټبال ستوری رابرټ لیوانډوفاکسي چې د پولنډ په ملي ټيم کې لوبېږي.

هغه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ فصلونو کې د خپل هېواد لپاره د ۴۱ ګولونو په وهلو سره د ګیرډ مولر تاریخي ریکارډ مات کړی دی.