د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

څلور بايسکل چلوونکي له جنوبي افريقا قطر ته ورسېدل


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

تر اوسه په نړۍ کې کله هم چا پر بایسکل دومره اوږده لاره د فوټبال د لوبو د لیدو لپاره نه وه وهلې.

دا بایسکل سواره اصلا د ارجنټاین دي، دوی تر پلازمېنې دوحې پورې ځانونه په یوسل او اووه اویا ورځو کې رسولي دي.

اصلي هدف مو د لس زره کیلومترو سفر او د فوټبال نړیوال جام ته رسېدل و."

د دوی له ډلې یو تن سیلویو ګاتي وایي: "ډېر خوښ یم. اصلي هدف مو د لس زره کیلومترو سفر او د فوټبال نړیوال جام ته رسېدل و. کله چې قطر ته راورسېدو هرڅه مو ولیدل هرڅه ښکلي دي. دا هېواد د نړیوال جام کوربه‌توب ته چمتو شوی. کله چې مو څو کیلومتره سفر په قطر کې وکړ د ډېرې خوښۍ احساس مو وکړ، خو څه ستړي یو، رښتیا به سره وایو."

سیلویو ګاتي د دوشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد، دی غواړي چې په نړیوال جام کې د خپل هېواد، ارجنټاین ملاتړ وکړي.

ارشيف
ارشيف

د سیلویو ګاتي د لارې مل بل بایسکل چلونکی ماتیاس ویارویل بیا د سفر د ستونزو يادونه کوي.

موږ شاوخوا یوسل او پنځوس کیلومتره سفر د ورځي وکړ."

نوموړی وايي: "د سفر وروستۍ مرحله زموږ لپاره تر ټولو ډېره ستونزمنه وه. هغه وخت د سعودي عربستان له دښتو تېرېدو. ما باید دوه زره کیلومتره سفر په دې ځای کې کړی وای. موږ شاوخوا یوسل او پنځوس کیلومتره سفر د ورځې وکړ."

د فوټبال نړیوال جام د یکشنبې په ورځ پیلیږي، لومړۍ لوبه د کوربه قطر او ایکوادور ترمنځ ده چې د کابل په وخت د ماسختن اته بجې شروع کېږي.

قطر ته د رسېدلیو څلورو بایسکل سورو د خوښې د لوبډلې، ارجنټاین لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ له سعودي عربستان سره ده.

XS
SM
MD
LG