پوتین: روسي چارواکي د اړتیا تر بریده له طالبانو سره تماسونه نیسي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قزاقستان کې د خبرو پرمهال

د روسیې ولسمشر وايي، د هېواد چارواکي یې د اړتیا تر حده د طالبانو له حکومت سره تماسونه نیسي.

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د یاغیانو د نفوذ د احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

په پرونۍ غونډه کې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې جوړه شوې وه، افغانستان د بحث یوه مهمه موضوع وه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې ناسته کې وویل، هېواد یې له طالبانو سره د اړتیا تر بریده تماسونه نیسي.

پوتین وايي: طالبانو د افغانستان په شمال کې د تروریستانو پر شتون سترګې پټې کړې دي.

هغه وویل: "په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخنیوی زموږ په ګټه دی. د اقتصادي رکود په اړه. د طالبانو حکومت باید د مخدرو موادو د قاچاق په شمول په پخوانیو طریقو د دودیزو عوایدو ټولول ودروي. ټول په دې پوهېږي. طالبانو د بهرنیو تروریستانو پر وړاندې چې د بهرنیو استخباراتو د فشار پر اساس د افغانستان په شمال کې څرګندېږي، سترګې پټې کړي دي. د جهادیانو ترمنځ د پولو له پورې غاړې اړیکې زموږ ټولو لپاره ګواښ دی. په کار ده چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره کار وکړو."

په پرونۍ غونډه کې له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته پر ګواښونو ډېر بحث وشو، خو په نورو مواردو لکه بشري وضعیت، د افغانستان د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه چې ډېر لوېدیځ هېوادونه پرې ټینګار کوي، د مشرانو له لوري خبرې ونه شوې.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په پرونۍ ناسته کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د پوستو جوړولو ته دوام ورکوي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

هغه وايي: "د خبرداریو پر اساس، د افغانستان او تاجکستان په پوله کې وضعیت ستونزمن شوی او ګواښونه هم تر ۶۰ سلنې پورې زیات شوي دي. موږ هڅه کړې چې زموږ پولې ټینګې شي او سرحدي تاسیسات جوړ شي. ستاسو د معلوماتو لپاره موږ په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان خوا ته ۱۷۵ پوستې جوړې کړي دي. خو دا کافي نه دي."

طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته خطر نه پېښېږي خو په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان له خاورې تاجکستان او ازبکستان ته د راکټي بریدونو راپورونه ورکړای شوي چې داعش یې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو د واک ته رسېدو ۱۴ میاشتې نن پوره شوې، خو تر دې دمه د دوی حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې، چین او ترکمنستان په شمول د سیمې ځینو هېوادونو له طالبانو سره د تماسونو د دوام غوښتنه کړې، خو دوی هم ټینګار کوي چې دا تماسونه د افغانستان د اوسنیو چارواکو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.