د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

پوتين: امریکا او متحدین يې بايد د افغانستان د بيارغونې مسووليت پر غاړه واخلي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په ویجاړولو تورنه دی، ولسمشر یې ولادیمیر پوتین وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې کرملین ته د ترکمنستان د منتخب ولسمشر بردي محمدوف د لومړي سفر کوربه و.

نوموړي د افغانستان له شمال لوېديځ ګاونډي هېواد ولسمشر سره په کتنه کې پر امريکا او متحدينو چې په افغانستان کې يې حضور درلود، غږ وکړ چې د دغه هېواد د بيارغونې مسووليت پر غاړه واخلي.

ولادیمیر پوتین وویل: "موږ په کلکه باور لرو چې د افغانستان د بیارغونې اصلي مسووليت په اصل کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو پر غاړه دی، چې د شل کلن حضور په ترڅ کې یې افغانستان یو نازک او حساس پړاو ته رسولی دی."

پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امریکا، اروپا او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له امله په غوسه دي.

پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل له امله د دغه هېواد ځینې برخې ویجاړې شوې دي.

روسیه هم د فبرورۍ په وروستیو کې په اوکراین کې د جګړې له پیل وروسته د نړۍ له بې ساري بندیزونو سره مخ شوه.

پخوانی افغان دیپلومات عزیزالدین معارج وايي، پوتین هڅه کوي، د افغانستان د بیارغونې مسئله راپورته کړي او پر واشنګټن او متحدینو یې ملامتي واچوي څو په اوکراین باندې د برید او د هغه د درانه زیانونو فشار کم کړي.

هغه وویل: "د دریمې نړۍ هېوادونه اکثرآ د نړۍ د زبرځواکونو د منابعو او لوبو قرباني کېږي. روسیه افغانستان ته راغله، د هغه وخت شوروي د افغانستان ټول بنسټیز بنسټونه له منځه یوړل، خو د غرامت مسئله یې یاده نه کړه. پر روسیې تر ټولو لویه نیوکه پر اوکراین برید دی، د هغه د پټولو لپاره اوس روسیه د افغانستان مسله راپورته کوي."

که د افغانستان د تاریخ پاڼو ته وکتل شي، په ۱۹۸۰ لسیزه کې پخواني شوروي اتحاد نهه کاله په افغانستان کې پوځي حضور درلود او له هغه وروسته یې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د حکومت ملاتړ کوی.

پخوانى ولسمشر ډاکتر نجیب الله
پخوانى ولسمشر ډاکتر نجیب الله

خو د عزیزالدین معارج په وینا، شوروي اتحاد د بیارغونې په برخه کې یا د قربانیانو کورنیو ته د خسارې ورکولو په برخه کې، په هغه جګړه کې چې د افغانستان ډېری زیربناوې یې ویجاړې کړې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې، هېڅ مسوولیت پر غاړه وانخيسته.

پخوانى ولسمشر حامد کرزى
پخوانى ولسمشر حامد کرزى

خو برعکس شل کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنېدو وروسته، روسیې له افغانستانه وغوښتل، چې د افغانستان د کمونیستي حکومتونو پورونه ورکړي - هغه پورونه چې روسیې وروسته افغانستان ته وبخښل
امریکا او متحدینو یې د اګست په ۳۱ مه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون له مخې په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورساوه او افغان حکومت د لویدیځ په ملاتړ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

XS
SM
MD
LG