د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ضمیر کابلوف: طالبان نه غواړي چې په مسکو کې د تېر حکومت سفیر ګوښه کړي


ضمیر کابلوف او د طالبانو د سرپرست حکومت ځینې چارواکي
ضمیر کابلوف او د طالبانو د سرپرست حکومت ځینې چارواکي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د طالب چارواکي نه غواړي چې په مسکو کې سفیر لېرې کړي خو له روسیې غواړي د افغانستان په سفارت کې یو شمېر نور دیپلوماتان ومني.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف ایزویستیا ورځپاڼې ته وویل «د افغانستان اوسنیو چارواکو زموږ څخه غوښتي چې دوه یا درې نور دیپلوماتان ومنو، لطفاً له دې خبر اوسئ چې دا یو اضافي معمول دی، دوی په دې لټه کې نه دي چې اوسنی سفیر لېرې کړي.»

کابلوف زیاته کړه «موږ تاییدو چې د طالبانو دیپلوماتان راځي، له دې ایسته به دا د افغان مشرتابه او د هغو د سفارت داخلي چاره وي، موږ به په دې کار کې لاسوهنه ونه کړو.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي تاس خبري اژانس ته ویلي و چې مسکو دا حقیقت نه ردوي چې کابل ممکن په روسیه کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت د پرسونلو د زیاتولو لپاره څو تنه د لوړو کچې یا د منځوۍ کچې دیپلوماتان ورولیږي.

سره له دې چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام د تېر میلادي کال د اګست په پنځلسمه وپرزېد، خو لا هم د تېر حکومت له لوري ګومارل شوي سفیران او دیپلوماتان دندو ته دوام ورکوي.

طالبان ادعا کوي چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې له سفیرانو او دیپلوماتانو سره تماس لري خو اکثره سفیران وايي چې د طالبانو د حکومت استازیتوب نه کوي.

XS
SM
MD
LG