د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د ډله ییز امنیت سازمان غړو د افغانستان روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده


عکس آرشیف : د ډله ییز امنیت د تړون سازمان مشران
عکس آرشیف : د ډله ییز امنیت د تړون سازمان مشران

د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړیو د افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه وښوده او له دې هېواد سره یې د خپلو پولو د امنیت د لا ټینګېدو لپاره د تیاریو خبر ورکړ.

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو پرېکړه وکړه، چې له افغانستان او نورو هېوادونو سره به د پولو امنیت ټینګوي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې په هغې اعلامیه کې چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو پرون د مسکو د سرمشريزې په پای کې خپره کړې ویل شوي، چې په افغانستان او نورو ځایونو کې خطرناکه وضعیت ته په پام دا سازمان چمتو دی چې د خپلو پولو د امنیت مسئله یقیني کړي.

په عین حال کې د قزاقستان ولسمشرقاسم جومارت توقاییف دې سرمشریزې ته وویل، چې په افغانستان کې بې ثباته وضعیت د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړیو هېوادونو امنیت ګواښي او دغه سازمان باید احتمالي ګواښونو ته پام وکړي.

د قزاقستان ولسمشرقاسم جومارت توقاییف
د قزاقستان ولسمشرقاسم جومارت توقاییف

توقاییف زیاته کړه، چې په افغانستان کې بې ثباته وضعیت او د وسله والو ډلو د فعالیت دوام د دوی د هېوادونو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.

توقاییف دغه راز وویل، د ده په باور د ډله ییز امنیت د تړون سازمان باید ټول احمتالي خطرونه په پام کې ونیسي او د منځنۍ آسیا د جنوبي پولو امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم پرون له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې پر امنیت خبرې وکړې.

د روسیې په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونه له افغانستانه د احتمالي ترهګریز ګواښ ته اندېښنې داسې مهال څرګندوي د طالبانو حکومت په وار وار ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به هیچا ته ګواښ نه پېښېږي.

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان په دغه سرمشریزه کې چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین یې په مسکو کې کوربه و، د دې سازمان د ټولو شپږو غړیو هېوادونو، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکسان مشرانو ګډون کړی و.

د دغه سازمان اساس د ۱۹۹۲ کال د می په ۱۵ د ترکمنستان په پلازمېنه تاشکند کې ایښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG