طالبان: تېره یوه اونۍ د سېلابونو او اورښتونو له امله ۸۱ کسان مړه شوي

په ننګرهار کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور - August 15 2022

د طالبانو په حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۱ بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او سختو اورښتونو له امله ۸۱ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې طبیعې پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، د تېر لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې له پنځه ویشتمې د روان لمریز کال تر همدې نېټې د پرلپسې زلزلو او سېلابونو له امله ۱۵۱۱ تنه مړه شوي، ۳۷۲۵ نور ټپیان شوي نږدې ۲۴ زره کورونه تخریب او ویجاړ شوي، نږدې سل زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او دغه شان له اته زره ډېر څاروي وژل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم نن د تېر یو کال د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو سېلابونو او اورښتونو له امله له اتیا ډېر کسان مړه شوي او له دوه سوو ډېر ټپيان شوي دي.

هغه وویل: "په ۲۱ ولایتونو کې سېلابونه راغلي دي، په دې تېرو څلور پنځه ورځو کې ۸۱ هېوادوال شهیدان شوي او له دوه سوو ډېر ټپیان شوي دي. دغه شان لارې خرابې شوي دي، کورونه او زراعتې ځمکې هم له منځه تللي دي."

دی وايي، په تېر یوه کال د زلزله ځپلو او سېلاب ځپلو کورنیو کې سره د دولتي ۱۶۰ میلیونه افغانیو نغدي مرستې ترڅنګ د بېلابېلو بهرنیو او کورنیو مرستندویه بنسټونو مرستې هم شوي دي.

ارشیف: په بدخشان کې د سېلابونو له امله زیاته اندازه ځمکه تخریب شوې ده.

د نوموړي په خبره، د هر مړه شوي کس له کورنۍ سره یولک او له هر ټپي سره پنځوس زره افغانۍ نغدي او دغه شان د ژوند د لومړني توکو مرستې شوي دي.

مسلم وايي، لا هم په یو شمېر سیمو کې د دوی د سروي ټیمونه په کارونو اخته دي او د مرستې رسونې چارې يې رواني دي.

خو په یو شمېر ولایتونو کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، چې د طالبانو د حکومت له لوري له دوی سره شوې مرستې بسنه نه کوي او باید پراخه مرستې ورسره وشي.

د ننګرهار اوسېدونکي همایون ازادي راډيو ته وویل: "خفه په دې یو چې مالي زیانونه زیات دي، خو د دولت مرستې ډېرې کمې دي او دغه شان مرستې غیر عادلنه وېشل کېږي."

دغه راز د پروان اوسېدونکي امیرحمزه وویل: "هغه خلکو سره مرستې کېږي څوک چې د طالب چارواکو دوستان او خپلوان وي له غریبو خلکو سره اصلا مرستې نه کېږي."

خو د طالبانو په حکومت کې طبیعې پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، په مرستو کې د شفافیت د رامنځته کېدو په برخه کې پراخه هڅې شوي.

خو دا خبره دوی هم تاییدوي، چې مرستې ښايي بسنه ونه کړي.

د دې وزارت چارواکي له بهرنیو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې باید د طبیعې پېښو پر مهال له افغانانو سره پراخه مرستې وکړي.

له دې وړاندې د پکتیکا او خوست ولایتونو د هغه سیمو اوسېدونکو چې سختو زلزله ځپلې هم ورته شکایتونه کړي دي.

د دې دوه ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جون ۲۱مه د ریښتر په کچه تر ۶،۱ درجې زلزلې پراخه مرګ ژوبله رامنځته کړه.

په دې اړه نور: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۱۵۰ کسانو ته ورسېد

په زلزله کې تر زرو زیات کسان ووژل شول، زرګونه نور ټپیان شول او د سیمې نږدې ټولې ودانې یې ونړولې او یا یې زیانمنې کړې.

دا په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یوه له مرګونو زلزلو ګڼل شوې ده.