د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

طالبان: په وروستیو ورځو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي


ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور
ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

د پنجشنبې له ورځې راهیسې د غزني او میدان- وردګو په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سخت سېلابونه راووتل.

د هېواد په یوشمېر ولایتونو له هغې ډلې په میدان وردګو او غزني کې وروستیو سېلابونو لسګونه کسان وژلي او یو شمېر نور لاهم تري تم دي.

د طالبانو په حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، په څه باندې لسو ولایتونو کې بارانونه شوي چې په نتیجه کې یې سېلابونه راوتلي او په اوو ولایتونو کې یې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي.

د دې وزارت معین شرف الدین مسلم په یوه پیغام کې چې آزادۍ راډیو ته یې استولی ویلي: "باید ووایم چې د پنجشنبې ورځې له ماښام راهیسې د سېلابونو په نتیجه کې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون زموږ ۱۳ هېوادوال شهیدان شوي او دوه تنه نور لاهم تري تم دي."

د مسلم په وینا د دې سېلابونو له کبله د استوګنې سلګونه کورونه، فرعي او اساسي سړکونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه او همداراز سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

خو مسلم په عین حال کې ادعا وکړه چې د سېلابونو په نتیجه کې بندې شوې لویې لارې بیرته خلاصې شوي او د فرعي سړکونو د خلاصولو هڅې روانې دي.

ارشیف: په بدخشان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په بدخشان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د میدان وردګو چارواکو د پرونیو سېلابونو په پایله کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړی.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست مشر صفي الله راعد په دې اړه پرون آزادۍ راډیو ته وویل: "د جلریز ولسوالۍ د بوغې درې په سیمه کې درې تنه کوچیان شهیدان شوي چې یو پکې مشر سړی دی، یو ماشوم دی او یوه شپږ کلنه نجلۍ چې اوبو وړي دي او شهیدان شوي دي."

د راعد په وینا سېلابونو په سیدآباد او چک ولسوالیو کې هم لسګونه کورونه ویجاړ کړي، سلګونه جریبه ځمکه یې له منځه وړې او د میدان ښار او بامیان ترمنځ سړک یې هم د ترافیک پرمخ بند کړی دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ هم په یوه بیان کې ویلي دي چې د جمعې په ورځ د دې ولایت د اندړو، واغظ، قره باغ او ده یک په ګډون په دولسو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه، باغونه، کروندې او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي.

په غزني کې ورښتونه له نږدې دوو میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول روان دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې د وزارت معین مسلم ویلي دي چې له سېلاب ځپلو سره شوې مرستې کافي نه دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي دي چې نورې مرستې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG