افغانستان
په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۱۵۰ کسانو ته ورسېد
د طالبانو د حکومت د سرچینو په وینا په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۱۵۰ کسانو ته ورسېده.
یونېسیف وايي، د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.
په افغانستان کې د یونېسیف استازي محمد ایو یا ویلي، چې په دې سخته زلزله کې همداراز نژدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.
د چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ و. دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ بنګله دېش په دوهمې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي د ۶۸ منډو په توپیر د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.
دغه سیالي چې د شنبې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د هدف په دوام ۱۸۴ منډې وکړې، ۴۳.۳ اورونه یې ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
مخکښ منډه جوړونکی رحمت شاه و چې ۵۲ منډې یې وکړې.
بنګله دېش ته ناسوم احمد ۳ لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
د ویلو ده چې درېیمه سیالي به د نومبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي.
د طالبانو حکومت د کوټې د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه وغندله
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي او په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت وايي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېلګاډو په یوه تمځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شاوخوا ۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه چې نږدې ۱۰۰ کسان رېلګاډي ته په تمه وو چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.
د بلوڅان یوې بېلتونپالې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي چې د رېلګاډي په تمځای کې راغونډ شوي وو.
په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.
بنګله دېش افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شوې چې بنګله دېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۵۲ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې ده، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
امريکا د ټرمپ د وژنې د هڅې په تور يو افغان وګړی رسماً تورن اعلان کړ
د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا لهمخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لهخوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.
د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.
د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران لهخوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.
دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.
که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نهدی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.
ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.
د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې نسبتاً شديده زلزله شوې
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د نسبتاً شدیدې زلزلې خبرونه ورکړل شوي دي.
ولکانو ډسکوري (Volcano Discovery) وېبسایټ چې د اورشیندنو او زلزلو په باب خبرونه خپروي نن ویلي، چې د زلزلې مرکز د جرم ولسوالۍ د جنوب په ۷۴ کیلومترۍ کې تر ځمکې لاندې ۱۸۰ کیلومتره ژور و او شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴ اعشاریه ۴ درجې ثبت شوی دی.
په دغه زلزله کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په باب څه نهدي ویل شوي.
له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۱۸۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په زوره افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نوامبر له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ روانه ده.
طالبان: د ګډو ګټو هېوادونو د ريلګاډي ترانسپورت شورا کې د افغانستان د غړيتوب هيله لرو
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت چارواکي هیلهمن دي، چې افغانستان به په نژدې راتلونکې کې د ګډو ګټو هېوادونو د ریلګاډي ټرانسپورټ په شورا کې رسماً د څارونکي غړي په توګه ومنل شي.
دې وزارت پرون جمعه په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ګډو ګټو هېوادونو د ریلي ټرانسپورټ د شورا په ۸۱مه غونډه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.
د دې وزارت د خبرپاڼې لهمخې د دې دوه ورځنۍ غونډې په بهیر کې چې تاشکند یې د تېرې سهشنبې او چهارشنبې په ورځو کوربه و، د افغانستان د رېل پټلۍ په چارو کې د نړیوالې همکارۍ د راجلبولو او د رېل پټلۍ او ټکنالوژۍ د بنسټيزې پراختیا په اړه خبرې وشوې.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي صاحبزاده د يادې غونډې په څنډه کې د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د رېل پټلۍ له مسوولينو سره په جلا-جلا کتنو کې، د رېل پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او لهدې لارې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد د حجم د زياتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د ګډو ګټو هېوادونو د ریلي ټرانسپورټ شورا په ۱۹۹۲ کال کې تاسیس شوې او موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د رېلي ټرانسپورټ په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کول دي.
د هډوکو په ناروغيو اخته ۸۹ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته ورسېدل
د جرمني د (سولې کلي) د خیریه بنسټ په مرسته افغاني سرې میاشتې نهه اتیا سوځېدلي او د هډوکو په ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول.
د دغو ماشومانو عمرونه له یوه تر یولسو کلونو دي چې د پنجشنبې په ورځ له کابله جرمني ته ورسېدل.
د سولې کلی د جرمني یوه غیردولتي موسسه ده چې له نولس سوه اووه شپېتم کال راهیسې د نړۍ په جګړه ځپلیو سیمو کې له ناروغو ماشومانو سره مرسته کوي.
دې مرستندویه موسسې په تېرو پنځه څلویښت کلونو کې د شاوخوا څلور زره افغان ماشومانو درملنه په جرمني کې کړې ده.
سهيل شاهين د افغانستان لپاره د ايټاليا له نوې سفيرې سره کتلي
په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوې سفیرې سبرینا اوګولیني سره پرون وکتل.
سهیل شاهین په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې، له مېرمن سبرینا اوګولیني سره یې د بشري مرستو، زدهکړو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
مېرمن اوګولیني د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفیرې په توګه په خپل پيغام کې لیکلي دي، چې بشري حقونه په ځانګړې ډول د ښځو حقونه به د دې له کاري لومړیتوبونو څخه وي.
ایټالیایۍ ډیپلوماته سبرینا اوګولیني څه باندې اوونۍ مخکې د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیره وټاکل شوه.
ایټالیا د نړۍ د نورو هېوادو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی د همدې لپاره د دې هېواد نوې سفیره هم سفارتي چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه مخته وړي.
د جاپان سفير: توکيو کې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره نړيوال کنفرانس جوړوو
په افغانستان کې د جاپان سفیر وایي چې، په پلازمېنه توکیو کې به د افغانستان د فرهنګي میراثونو د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.
تاکایوشي کورومیا دا ژمنه پرون په کابل کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین مولوي عتیقالله عزیزي سره د خبرو پرمهال وکړه او زیاته یې کړه چې جاپان فرهنګي چارې له سیاسي مسایلو سره تړلې نه بولي او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ کوي.
د افغانستان د فرهنګي میراثونو د نړیوال کنفرانس د هدف په اړه د جاپان سفیر وویل، هېواد یې غواړي پهدې ډول د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او رغونې برخې ته د نړیوالو پاملرنه زیاته کړي، خو نوموړي دا څرګنده نهکړه چې دا کنفرانس به کله جوړ شي.