د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

ایران کې د وروستیو پېښو له امله لسګونه کسان مړه شوي


د ایران په بندر عباس کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور
د ایران په بندر عباس کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

ایراني چارواکي وايي، چې د وروستیو ورښتونو، توپانونو، سېلابونو او د ځمکې د ښویېدو په پېښو کې لږترلږه اتیا کسان مړه شوي دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د تېرو دوو ورځو د ورښتونو او سختو توپانونو په نتیجه کې لاهم د پلازمېنې تهران او د چارچاپېره سیمو او د څلورو نورو ولایتونو لسګونه اوسېدونکي تري تم دي.

سیمه ییزو چارواکو پرون وویل، چې د سېلابونو او د ځمکې د ښویېدو د پېښو په نتیجه کې لږترلږه اتیا کسان مړه شوي دي.

دوی اندېښنه ښودلې، چې ښايي د تلفاتو شمېر تردې زیات شي، ځکه تمه ده چې په ټول ایران کې به وروښتونه دوام وکړي.

د آزادۍ راډیو د فردا څانګې خبریال قدرت شهیدي د هغو سیمو په اړه چې په سېلابونو کې تر ټولو زیات زیانمن شوي وايي: "د تهران شاوخوا سیمې په تېره امامزاده داوود لومړنۍ سیمې وې چې سېلابونه پکې وبهېدل. د جمعې په ورځ د سېلابونو له وجې د یزد تاریخي ښار ګردسره د تګ راتګ پرمخ بند شو. د معلوماتو له مخې د یزد تاریخي ودانۍ هم ویجاړې شوې دي. له سېلابونو سره توپانونه هم یوځای شوي دي. موږ په ایران کې تل په جنوب کې سېلابونه لرل خو په تېرو ۳- ۴ ورځو کې لږترلږه په نیمايي ایران کې دا توپانونه له درنو ورښتونو او د شګو له توپانونو سره یوځای شوي او ویل کېږي د مانسون توفان هم ایران ته راغلی دی."

د ایران په اهواز کې د سېلابونو د راوتلو یو انځور
د ایران په اهواز کې د سېلابونو د راوتلو یو انځور

تېره اونۍ هم د ایران په جنوبي ولایت فارس کې چې وچکالۍ ځپلی، د سېلابونو په نتیجه کې لږترلږه ۲۲ کسان مړه او دولس کلي زیانمن شول.

ایران په تېره لسیزه کې د پرله پسې وچکالیو او سېلابونو شاهد و چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د دې هېواد په جنوب کې لږترلږه ۷۶ کسان ووژل او د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو مالي زیانونه یې واړول.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او شاوخوا کې هم درانه ورښتونه شوي او په نتیجه کې یې سخت سېلابونه راوتلي دي.

ارشیف: په بلوچستان کې د راغلو سېلابونو له امله ان سړکونو کې تګ راتګ ستونزمن شوی دی.
ارشیف: په بلوچستان کې د راغلو سېلابونو له امله ان سړکونو کې تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

د راپورونو له مخې د پرونۍ ورځې ترپایه د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله ۱۲۰ کسان مړه او لږترلږه اویا نور ټپیان شوي دي.

دې سېلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سیمې یوه مخور حمیدکاکړ پرون له پشین سیمې څخه د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل: "هغه بندونه چې جوړ شوي وو، مات شول، اوبه چې راغلې په مختلفو لارو، د خلکو ځمکې یې ډېرې خرابې کړې، د خلکو کورونه سخت زیانمن شوي او ډېر خلک زیانمن شوي دي او بل زموږ انګورو ته ډېر تاوان اوښتی دی."

د بلوچستان د سیمه ایز حکومت ویاند فرح عظیم شاه خبریالانو ته وویل، چې له سېلاب ځپلو سره به مرستې وشي خو د سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې چارواکي دوی ته لازمه پاملرنه نه لري.

XS
SM
MD
LG