د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د سېلابونو زیانونه؛ طالبان: نړیوال دې سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي


د سېلابونو له امله ننګرهار کې د اوښتونو زیانونو یو انځور
د سېلابونو له امله ننګرهار کې د اوښتونو زیانونو یو انځور

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره له نړیوالو غواړي، چې په افغانستان کې د طبیعي آفاتو له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو په پېښو کې د انساني تلفاتو له زیاتېدو وروسته د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د طبیعي پېښو زیانمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو د چارواکو په وینا لږترلږه شل کسان ووژل او د دېرشو په شاوخوا کې نور یې ټپیان کړل.

دې سېلابونو تر ډېره په میدان وردګو او ننګرهار ولایتونو کې تلفات اړولي دي، خو په نورو ولایتونو کې یې هم د مالي زیانونو ترڅنګ انساني تلفات پېښ کړي.

ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د اوښتونو تاوانونو انځور
ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د اوښتونو تاوانونو انځور

د طبیعي پېښو پرضد د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني بېګا له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې اړو خلکو ته د مرستو په رسولو کې دوی ته اوږه ورکړي.

هغه وویل: "دې سېلابونو خو طبیعي خبره ده چې په ټولو ولایاتو کې یې زیات مالي تاوانونه رسولي دي. د دې مالي تاوانونو جبران به یوازې د دولت له توانه لوړ وي. موږ پخوا هم له دوی غوښتي او اوس هم غږ پرې کوو چې دولت هم له اقتصادي ستونزه مخامخ دی او خلک هم، او په دې سېلابونو کې نور متضرر شوي دي. رادې شي مسوولیت یې دی چې له دوی سره مرستې وکړي."

د حقاني په وینا په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او ګڼ څاروي هم له منځه تللي دي.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو د حکومت مرستندویې ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلې دي او خلکو ته د اړتیا وړ مرستو د رسولو هڅه کوي.

نوموړی وايي، که څه هم ځینې بهرنۍ موسسې د مرستو په رسولو کې برخه اخلي خو د ده په وینا لویو خیریه ټولنو هسې چې لازمه ده په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.

د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په ګډون د ځینو بشري مسایلو په خاطر د نړیوالې ټولنې تر بندیزونو لاندې دی.

خو د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالو ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ته دوام ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG