امریکا: په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر وړاندې روښانه او مناسب دریځ ولرو

سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وایي، امریکا به د هر ډول ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې هوښیار او مناسب دریځ ولري.

په افغانستان کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهر تر وژل کېدو وروسته د دې هېواد په اړه د امریکا دریځ لا ځیر او پام یې ورزیات شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر، چې د جمعې په ورځ ناوخته یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې ټینګار وکړ، چې امریکا به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روښانه او مناسب دریځ ولري.

نوموړې وویل: "موږ دا تېره اونۍ ولیدل چې اوس هم کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه شته او بیا هم هغه دنده ترسره کوو چې د امریکایانو د خوندي ساتلو لپاره یې باید ترسره کړو. دا زموږ د امریکایانو د ګټو ساتل هغه څه دي چې ولسمشر تېره اونۍ په خورا روښانه توګه وښودل."

د سپینې ماڼۍ ویانده کرین جین پییر

اغلې پییر ټینګار وکړ، چې دوی دوی له افغانستان تر وتلو ورسته پر یوه پیاوړي سټراټیژیک دریځ تمرکز کوي.

هغې زیاته کړه: "زموږ تمرکز پر دې دى، اوس چې جګړه ختمه شوې نو څنګه کولى شو په يوه پياوړي سټراټيژيک دريځ کې ووسو. موږ له هغو خلکو سره مرستې ته دوام ورکوو چې افغانستان پرېږدي او د متحدينو مېشتېدو عملياتو په واسطه په امريکا کې مېشتېږي. موږ غواړو دا اطمينان رامنځته کړو چې د هر راز ترهګريز ګواښ پر وړاندې بيداره او اماده يو، هغه څه چې جمهور رييس تېره شنبه ترسره کړل او تاسو وليدل."

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن په کابل کې د دوی د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

په دې اړه نور: بایډن: امریکا په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی


د ایمن الظواهري د وژلو کېدو وروسته په کور دننه او بهر له افغانستانه د سیمې او نړیوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د ګټو د ګواښلو په اړه پر طالبانو نیوکې او اندېښنې زیاتې شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه څو د سپینې ماڼۍ د ویاندې د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو ویاندویانو یې تر دې دمه پوښتنې نه دي ځواب کړي.

وړاندې د طالبانو حکومت د ایمن الظواهري د وژل کېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دوی په کابل کې د نوموړي له اوسېدو خبر نه و، خو ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا ته یې ډاډ ورکړی چې هېڅ چا ته به د کوم هېواد پر ضد د افغانستان خاورې کارولو ته اجازه ورنه کړي.

په دې اړه نور: د طالبانو د حکومت اعلاميه: کابل کې د الظواهري د اوسېدو په اړه هيڅ مالومات نه‌لرو

تازه بیا د طالبانو وباند ذبیح الله مجاهد ازادي بیا ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، دوی تر اوسه کوم جسد نه دی موندلی، ځکه په خبره یې هلته داسې باروت کارول شوي، چې هر څه یې کاملاً له منځه وړي.

په دې اړه نور: طالبان: د امریکا له لوري نښه شوې سیمه کې هېڅ جسد نه دی موندل شوی


طالبانو مخکې په خپله اعلامیه کې د پېښې د څېړنې خبره کړې وه.