د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د الظواهري وژنې ته د طالبان پر غبرګون د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوال مطبوعات
نړيوال مطبوعات

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د طالبانو چوپتیا ماتېدو ته د انډیپنډنټ په ګډون ګڼو ورځپاڼو او خپرونو پام اړولی.

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې افغانستان ته د الظواهري له راتګ او په کابل کې له اوسېدو هیڅ خبر نه لري.

انډيپنډنټ ورځپاڼه:

انډیپنډنټ ورځپاڼه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین له قوله لیکي چې ویلي یې دي، طالبان په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه څېړنه کوي.

ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي شاهین دا خبره هم را اخیستي چې ویلي یې دي، که دغسې بریدونه دوام ورکوي نو متحده ایالات به یې د نتیجو مسؤل وي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې الظواهري د جولای په ۳۱ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په کابل کې په یوه کور کې ووژل شو.

طالبانو ادعا کړې وه چې د افغانستان پر ټولې خاورې کنټرول لري او اجازه به ورنه‌کړي چې تروریستي ډلې ګاونډیو هېوادونو او لویدیځ ته تروریستي ګواښونه متوجې کړي.

د طالبانو له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې په کابل کې د الظواهري وژنه نه تأیید او نه هم رد شوې، خو ویل شوي چې د دغې پېښې په اړه جدي او هر اړخیزه څېړنه کوي.

انډیپندنټ لیکي، د کابل په یوه شتمنه سیمه کې د القاعده د مشر وژنې پوښتنې راپورته کړي چې ایا القاعده شبکه په افغانستان کې فعاله ده یا ورته پناه ورکړل شوې ده؟

هيومان رايټس واچ:

د بشري حقونو د څار سازمان، یا هیومان رایټس واچ، په افغانستان کې اقتصادي بحران د ډله‌ییزې لوږې سبب شوی، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، د افغانستان بشري بحران به تر هغو په اغېزمن ډول حل نه‌شي چې متحده ایالات او نور دولتونه په افغانستان کې د قانوني اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو د اسانتیا لپاره د دغه هېواد پر بانکي سکتور لګول شوي محدودیتونه کم نه کړي.

هیومان رایټس واچ لیکي، متحدو ایالتونو او نورو دولتونو د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د افغانستان د مرکزي بانک اعتبار لغوه کړ.

هيومان رايټس واچ زياتوي، د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنه چې د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په کابل کې ووژل شو باید د متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ پر روانو خبرو سیوری خپور نه‌کړي.

پر هغو خبرو چې هدف یې د عامو افغانانو د قانوني سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیاوو لپاره د یوې بېړنۍ موافقې ترلاسه کېدل دي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، دغه راز د افغانستان بانک شاوخوا نهه ملیارډ ډالره شتمني په بهر کې چې اووه ملیارډ ډالره یې امریکا بنده کړي، کنګل ده.

د هیومان رایټس واچ د اسیا د برخې مشر جان سیفټن وویل، په افغانستان کې د لوږې او روغتیا بحران چې د پراخېدو په حال کې دی یوه جدي مسله ده چې رېښې یې د بانکدارۍ له سیسټم سره غوټه دي.

د هغه په خبره له دې پرته چې طالبان له بهرنیو دولتونو سره څه ډول اعتبار لري او هغوی یې په وړاندې څه ډول دریځ غوره کړی، نړیوال اقتصادي بندیزونه دا هېواد د ناورین لورته بیایي او هغه افغانان لا زیانمن کوي.

ښاغلي سیفټن ویلي، داسې ښکاري چې طالبان پر افغان ښځو او نجونو له لا زیاتو محدویت لګولو سره لېوالتیا لري نه دا چې د لوږې مخه ونیسي.

د هغه په خبره که د طالبانو مشرتابه د مشروعیت لټه کوي، نو ورته پکارده چې پر خپلو لومړیتوبونو له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG