د طالبانو واکمني د يو کلنۍ په درشل کې؛ نړيوال او کورنۍ مشروعيت يې له پوښتنو سره مخ دی

کابل کې د طالبانو يو شمېر سرتېري

د طالبانو حکومت يو کلنۍ ته نږدې دی، خو د دوی حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او په کور دننه هم د عدم مشروعیت له پوښتنې سره مخ دي، د نړیوالو اړیکو ځینې کارپوهان وايي، هغه ډول چې اړتیا ده، نړیوالې ټولنې د چارو د سمون لپاره پر طالبانو لازم فشار نه‌دی راويستی.

خو له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د نرم چلند، دلایل څه دي؟

د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې همه‌شموله حکومت جوړ کړي، بشري حقوق په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوي وکړي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، هغه غوښتنې چې د فشار او ګواښ له ژبې سره هم ملې وې.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دیارلسم راپور وښوده چې طالبانو له دې کارونو یو هم نه‌دی کړی او بر عکس له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي هم بند کړي دي.

خو ایا د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو له خوا لازم او اړین فشارونه پر راوړل شوی؟

په افغانستان کې د ناټو مخکنی سلاکار شفیق‌ همدم وايي، نړیواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې په خپل دریځ لا هم ولاړه ده او له همدې امله یې د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نوموړی وايي: "طالبان لا هم ژمنې کوي، له نړیوالې ټولنې وخت غواړي او په یوه فعاله ډیپلوماسۍ اخته دي. دوی نړۍ ته وايي چې دوی دا شرطونه په نږدې راتلونکې پوره کوي او ډاډګېرنه ورکوي."

په افغانستان کې د ناټو مخکنی سلاکار شفیق‌ همدم

خبریال او د سیاسي مسایلو شنونکی سمیع یوسف‌زی بیا وايي، نړیواله ټولنه د یوه پلان له مخې پر طالبانو هغه ډول قوي فشار نه راولي چې اړتیا یې ده.

نوموړی وايي: "نړیواله ټولنه پر طالبانو هومره فشار نه اچوي، هومره چې توقع کېده. دلیل یې دا دی چې د طالبانو متبادل نه لیدل کېږي، ځکه وېره ده چې هسې نه دا هېواد یو ځل بیا جګړو ته ولاړ شي او نور ګروپونه افغانستان ته راشي."

د سیاسي مسایلو پوه اسحاق اتمر بیا له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې نرم چلند د یوه تعامل پایله بولي.

نوموړی وايي: "په دې معنا چې موږ په زوره یو ګروپ دې ته و نه هڅوو چې هغوی د نړیوالو او افغانانو په مقابل کې یو سخت دریځ ونیسي. خو زما په باور دا وروستۍ تګ‌لار نه‌ده او په دې هڅې سره طالبان هڅول کېږي، څو ترهګرو او القاعده سره اړیکې پرې کړي.

د ښځو د تعلیم بندول او د ښځو حقونو ته احترام نه‌کول او هغه بشري ناورین چې افغانستان ورسره مخ دی

، د دې د مخنیوي په خاطر نړیوال دغسې نرمه ژبه کاروي."

واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې، د امریکا متحده‌ایالاتو او نړیوالو شریکانو یې په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې له نظامي لارې قدرت و نه نیسي، که نه بدې پایلې به‌ولري، خو طالبانو دې ګواښ ته پام و نه کړ او کابل ته دننه شول.

له دې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې تر ننه، طالبانو په ځلونو د امریکا متحده‌ایالاتو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او خپلې اړیکې ورسره عادي کړي، خو دا غوښتنه یې د رد له ځواب سره مخ شوې.

له طالبانو مو له نړیوالې ټولنې سره د دوی د تضاد د ټکو او په دې اړه، سره له دې چې نړیوالې ټولنې یې پر وړاندې نرم دریځ خپل کړی، خو لا یې حکومت په رسمیت نه پېژني وپوښتل؟

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی له نړیوالو سره ټکر نه‌لري، خو دنیا باید د افغانستان لویې ستونزې درک کړي.

نوموړي وويل: "تر اوسه داسې معلومېږي چې دوی داسې شرایط وړاندې کوي چې هغه د افغانستان داخلي موضوعات دي. دوی باید په هغو بهرنیو موضوعاتو فوکس وکړي او د هغو نړیوالو اصولو له مخې له موږ سره تعامل وکړي چې هغه د هېوادونو د رسمیت پېژندنې او تعامل لپاره اړین دي."

ښاغلی مجاهد زیاتوي، د حقوقي موضوعاتو په ګډون ټول هغه موارد چې نړیواله ټولنې لپاره یې اندېښنه جوړه کړې، دوی حاضر دي چې په دې اړه خبرې وکړي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سره درې رسمي لیدنې کړي، خو سره له دې چې د ښو پایلو په اړه یې هیله‌مندي ښودل شوې وه، ښکاري چې ښه نتیجه یې نه‌ده ورکړې.

د دې تر خوا امریکا، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک له‌خوا د طالبانو د ځینو پرېکړو له امله هغه مرستې هم وځنډولې چې په افغانستان کې یې د یو شمېر چارو د پرمختیا او له افغانانو سره د بشري مرستو په موخه د ورکول کېدو ژمنه کړې وه.