د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

يوناما: طالبان دې نيول شوي خبريالان بې شرطه خوشې کړي


د افغان خبريالانو يو انځور
د افغان خبريالانو يو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې ټول نیول شوي رسنیز کارکونکي خوشې کړي او دغه شان د خبریالانو ګواښولو او په خپل سر نیول هم بس کړي.

سیمه‌يیز خبریال رومان کریمي د طالبانو لخوا د خپلې بندي کېدو او وهلو ټګولو کیسه کوي او وایي: "زه هغه مهال د طالبانو له خوا پوښتنو ته را ایسارشوم، چې په نهم د «مې» مې د کابل په شهر نو سیمه کې په حاجي یعقوب څلور لارې کې د مېرمنو له اعتراض څخه راپور چمتو کاوه".

ښاغلی کریمي وايي، ټلیفون یې رانه واخیست او زما ټول شخصي اطلاعات یې وکتل شول.

د نوموړي په خبره، اوه ساعته له خپل ډرېور سره د طالبانو په بند کې و، چې وهلی یې هم دی.

رومان کریمي د سلام وطندار راډیو خبریال دی، هغه د خپلو وهلو ټکولو لامل د ښځو د اعتراض خبري پوښښ ښيي.

نوموړی وايي: "زما اصلي اندېښنه دا ده چې ټولې ټولنیزې رسنۍ د فېسبوک او وټساپ په ګډون شخصي معلومات د عکسونه د فېسبوک او تلیفون رمز دا ټول یې رانه واخیستل

زه خوندي نه یم، زما ټولې ټولنیزې رسنۍ د طالبانو د استخباراتو په کنترول کې دي

."

د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته د خبریالانو د نیولو، ځورولو او وهلو ټکولو په هکله ډېر راپورونه خپاره شول، د افغانستان له رسنیو سره د طالبانو تند چلند تل د نړیوالې ټولنې غبرګون هم راپارولی دی.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټې ویلي، چې طالبان دې د سلام وطندار خبریال رومان کریمي او د هغه د ډرېور د ځورولو او وهلو په اړه وضاحت ور کړي.

یادې کمېټې دغه شان ویلي ویلي چې طالبان دې د ګردېز غږ راډیو مسول جماالدین دلدار او د دایکندي په ولایت کې د افتاب راډیو مسول میرزا حسني پرته له کوم قید او شرط څخه خوشې کړي.

د طالبانو لخوا پر رسنيو محدوديت نړيوال غبرګونونه راپارولي
د طالبانو لخوا پر رسنيو محدوديت نړيوال غبرګونونه راپارولي

دا دوه خبریالان د مې په ۲۴مه په کابل او هرات ولایت کې د طالبانو لخوا نیول شوي وو.

د CPJ د اسیا برخې همغږې کوونکې استیون ویلي، چې: "په دې ورستیو کې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو خپل سره نیول په افغانستان کې د رسنیو ازادي او اطلاعاتو د خلکو لاسرسی د ناسم وضعیت ښکارندويي کوي."

د دې غبرګونونو په لړ کې د افغانستان د خبریالانو غورځنګ د چهارشنبه په ورځ په یوې خبري غونډه کې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل غږ د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د وضعیت په هکله اوچت کړ.

د دې غورځنګ غړی رسول شهزاد ازادي راډیو ته وویل، له خبریال څخه ملاتړ باید نېغ په نېغه د خبریال له خپل ادرسه وشي، نه دا چې د خبریالانو د بنسټونو لخوا وشي.

نوموړي ويلي: "مخکې تر دې په سلو کې نوي فیصده ښځینه خبریالانې بې کاره شوې دي، موږ د رسنیو له مرستندویو بنسټونو څخه وغوښتل چې ښځینه خبریالانو ته د کار زمینه برابره کړي".

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر ( یوناما ) ویلي دي، چې د خبریالانو ځورول او وهل ټکول لا هم دوام لري.

یاد سازمان په خپله ټوېټرپاڼه له طالبانو څخه غوښتي، چې ټول نیول شوي رسنیز کارکونکي خوشې کړي او د خبریالانو ګواښولو او په خپل سر نیولوت ه دې هم د پای ټکی کښېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر نیول شویو خبریالانو او فعالانو لکه لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران برخلیک لا معلوم نه‌دی.

د خبریالانو نړیوالې کمېټې ویلي چې دا یې مستنده کړې ده، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست خبریالان او رسنۍ کنترولوي.

د طالبانو ویاند په دې هکله زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

XS
SM
MD
LG