د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د خبريالانو په نيولو او ګواښلو طالبان څه هدف لري؟


افغان خبريالان
افغان خبريالان

ملګروملتو له طالب چارواکو وغوښتل چې د خبریالانو نیول او بندي کول پای ته ورسوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر رسنیو فشارونه زیات شوي، هر څه موده وروسته خبریالان نیول کېږي، وهل کېږي او ګواښل کېږي.

په کابل کې په وروستیو ورځو کې دوه خبریالان بې درکه شول، طالبان نه وايي چې دا دوه تنه دوی نیولي، خو ملګري ملتونه او د خبریالانو ټولنې وايي چې طالبانو نیولي، سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته رسنۍ د پخوا په شان پر اوسني حکومت انتقادونه نه کوي، لیکن بیا هم ډېر خبریالان نیول کېږي، طالبان له دې ډول کارونو څه هدف لري؟

عصمت څاروان د کابل پریس له پخواني مسوول عزیزاحمد تسل سره په دې اړه مرکه کړې. ښاغلي تسل په پیل کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00
XS
SM
MD
LG