عبدالله عبدالله: له طالبانو سره د سولې خبرو ور باید پرانیستی وي

ارشیف، د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرې

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وایي، د افغانستان اکثریت وګړي سوله غواړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو ور باید پرته له دې چې د جګړو په ډګر کې څه تېرېږي پرانیستی وي او تر هغو بند نه‌شي چې طالبانو هغه نه‌وي تړلی.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې له روېټرز اژانس سره په وروستۍ مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان اکثریت وګړي یو سوله‌ییز جوړجاړی غواړي او دې هدف ته د رسېدو یوازنۍ لاره د سولې د پروسې دوام دی.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "موږ دې ته په پام چې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه‌دی شوی، یا داچې د جګړې په ډګر کې څه روان دي، خبرو ته نه نه‌شو ویلی. دا چې بالاخره بالاخره وروستی کس به وژل کېږي، دا یوه حل لاره نه‌ده. باید یوه سوله‌ییزه حل لاره موجوده وي."

ښاغلی عبدالله له طالبانو سره د سولې خبرو پر دوام داسې مهال ټینګار کوي چې د افغانستان له دولت سره د دې ډلې د خبرو د پیلېدو شااوخوا نهه میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه په‌کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی او له بلې خوا طالبانو هم په افغانستان کې د جګړې ډګر تود کړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په یوه وخت د طالبانو د حملو له زیاتېدو سره یو شمېر چارواکو اندېښنه ښکاره کړې چې ښایي طالبان په څو میاشتو کې واک ته ورسېږي.

دا ډول یوه ارزونه د امریکا استخباراتي ادارو هم له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته کړې چې نتیجه‌یې تېره اوونۍ خپره شوې وه، خو د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا مشر له امریکایي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په وروستۍ مرکه کې وویل، که طالبان داسې فکر کوي چې د جګړې له لارې به واک ته ورسېږي، دوی به هېڅکله هم په دې کار بریالي نه‌شي.

عبدالله عبدالله وايي: "که طالبان د جګړې حل‌لاره غوره کړي، دا به د دوی له‌خوا یوه لویه غلطه محاسبه وي، دا درس له تاریخ اخیستل شوی. افغانستان اوس تغییر کړی او دوی (طالبان) دې ته اړتیا لري چې له دغه تغییر سره ځان عیار کړي. که دوی د جګړې لارې ته دوام ورکړي، خطر یې دا دی چې د خلکو کړاوونه به دوام ومومي، خو دوی به خپل هدف ته ونه‌رسېږي."

ښاغلي عبدالله له روېټرز سره په مرکه کې دغه‌راز وویل، هغه مهال د سولې په اړه خوشبیني زیاته شوې وه چې کله طالبانو د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې سره خبرې پیل کړې. د دغو خبرو په پایله کې د دواړو لورو ترمنځ یو تړون هم وشو چې له مخې یې بین‌الافغاني خبرو ته هم چې اوس په ټپه درېدلې ښکاري، زمینه برابره شوه.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

په عین حال کې د پاکستان صدراعظم عمران ویلي چې هېواد یې طالبان له امریکا سره خبرو ته مجبوره کړل ځکه د ده په وینا دوی نه‌غوښتل چې ورسره خبرې وکړي.

عمران خان له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې دغه‌راز ویلي چې د طالبانو مشران‌یې هم د افغانستان له دولت سره خبرو ته وهڅول. عمران خان وویل، یو شمېر لوري لاهم له پاکستانه غواړي چې پر طالبانو زیات فشار راوړي، خو د ده په وینا هېواد یې پر طالبانو له ټول نفوذ څخه کار اخیستی او نور د فشار لپاره څه نه‌لري.

د پاکستان صدراعظم په خبره یو علت چې دوی اوس پر طالبانو زیات نفوذ نه‌لري دا دی چې دا ډله فکر کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان سره‌یې جګړه ګټلې.

عمران خان وویل، پاکستان طالبانو ته دا خبره واضح کړې چې له پوځي لارې د جګړې د ګټلو هڅه دې نه‌کوي ځکه دا به افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

د عمران خان په وینا دا د پاکستان په ګټه نه‌ده او زیاته‌یې کړه هېواد یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې ډېر قراردادونه کړي چې هغه یوازې د افغانستان له لارې عملي کېدای شي او که په دې هېواد کې کورنۍ جګړه ونښلي، نو به ټول دغه قرارادادونه په اوبو لاهو شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم د وروستیو څرګندونو په اړه مو هڅه وکړه چې د افغانستان حکومت نظر هم راواخلو، خو د دې راپور تر برابرېدو پورې په دې کار بریالي نه‌شو.

خو له دې مخکې افغان چارواکو ویلي و چې اسلام‌اباد دې د طالبانو له ملاټړه لاس واخلي، د دوی په وینا د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځایه د افغانستان جګړه تنظیموي. هغه تور چې اسلام‌اباد تل رد کړی دی.