د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

امریکا: دا ارزوو چې طالبان افغانستان کې شخړو ختمولو ته جدي دي؟


امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر
امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر

امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن دا ارزوي چې ایا طالبان په افغانستان کې د شخړې ختمولو ته جدي دي؟

انتوني بلېنکن وویل، د طالبانو ډله د سولې د ثابتو هڅو پرځای هڅه کوي چې په افغانستان زیاتې سیمې ونیسي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې د افغانستان او امریکا ولسمشران په څو ساعتونو کې سره وګوري او د افغانستان د روان وضعیت په باب بحث وکړي.

انتوني بلېنکن چې د پاریس په سفر بوخت دی، د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۴مه) وویل، په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو محمد اشرف غني او جو بایډن د کتنې په درشل کې پر افغان امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي دي.

ټاکل شوې د افغانستان او امریکا ولسمشران په څو ساعتونو کې سره وګوري
ټاکل شوې د افغانستان او امریکا ولسمشران په څو ساعتونو کې سره وګوري

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې پخوانی سیاسي مخالف عبدالله عبدالله هم ملګری دی او ټاکل شوې دوی په څو ساعتونو کې له ولسمشر بایډن سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې پروسه په داسې حال کې ټکنۍ شوې چې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پر وړاندې په مقابله بوخت دي.

د طالبانو دغو جګړو د ګڼو ولایتونو مرکزونو ته خطر پېښ کړی، له بلې خوا د دولتي ځواکونو د همکارۍ لپاره په څو ولایتونو کې په سلګونو ملېشه وو وسلې اخیستي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل فرانسوي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت په دقت څارو، دا هم په غور ارزوو چې ایا طالبان په ټوله کې د افغانستان د روانې شخړې سوله ییز حل ته جدي دي؟"

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر په اپرېل میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ چې د مې میاشتې له لومړیو به د سېپټمبر تر ۱۱مې دا پروسه بشپړېږي.

افغانستان کې د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.
افغانستان کې د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.

له دې سره جوخت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پېښې او د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت اټکل کوي چې د افغانستان د ټولو ولسوالیو له ډلې د ۸۱ ولسوالیو پر مرکزونو کنټرول لري.

خو د افغانستان دفاع وزارت وخت ناوخت د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو او په ځینو نورو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.

رویټرز اژانس لیکلي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نیمايي برخې وتل بشپړ شوي دي چې دا لړۍ به به په راروانو څو اوونیو کې بشپړه شي.

بل خوا چارواکي وايي چې د ۶۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ نور امریکايي پوځیان به د ډیپلوماتانو د خوندیتوب د همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG