د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

ګارډین: بایډن ژمن دی هغه افغانان نه هېروي چې امریکايي پوځیانو سره یې مرسته کړې


ولسمشر بایډن
ولسمشر بایډن
  • یو ایس ټوډې

یو ایس ټوډې ورځپاڼې په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان له ولسمشر سره د امریکا د ولسمشر جو بایډن د کتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، له دې کتنې سره هم مهاله په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د سولې خبرې په ټپه درېدلي دي.

له بلې خوا امریکايي پوځیان له افغانستانه په وتلو دي.

ورځپاڼې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبره را اخیستې چې ویلي یې دي د امریکا په مشرۍ جګړه په ناورین ختمېږي.

ده تېره اوونۍ اسوشیتېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، نړیواله ټولنه شل کاله پخوا افغانستان ته له دې څرګند هدف سره راغله چې له ترورېزم او سخت دریځۍ سره مبارزه کوي او سوله او ثبات راوړي، خو اوس تر بل هر وخت سختدریځي په اوج کې ده.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه باسي، خو د افغانستان په راتلونکې کې له ښکېلتیا لاس نه اخلي.

ده دا هم ویلي چې امریکا به د افغانستان د بشري، اقتصادي او پرمختیايي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د اروپا د سفر په ترڅ کې وویل، سپینه ماڼۍ پوهېږي چې د طالبانو له لوري جدي خطر شته، دوی به هڅه وکړي چې یو وار بیا ټول افغانستان ونیسي او له دې سره به جګړې لا زیاتې او پراخې شي.

ورځپاڼې د امریکا د جګړو د لګښتونو ګراف هم خپور کړی. په دې ګراف کې له لومړۍ او دوهمې نړیوالو جګړو رانیولې د عراق او ویتنام تر جګړو پورې د امریکا د تاریخ د ټولو جګړو لګښتونه په ګوته شوي.

په ګراف کې د افغانستان د جګړې لګښت په څرګند ډول تر ټولو زیات ښودل شوی دی. ورپسې امریکا د ویتنام په جګړه کې ډېر لګښت کړی دی.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د زرګونو افغان ترجمانانو د ایستلو او په دې برخه کې د ولسمشر بایډن د ژمنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په دوام کې راغلي، ولسمشر جو بایدن ژمنه کړې چې هغه افغانان به هېر نه کړي چې له امریکايي پوځیانو سره یې مرسته کړې ده.

ورځپاڼه وايي، په وروستیو ورځو کې له افغانستانه د دغو افغانانو او د هغو د کورنیو د ایستلو چارې چټکې شوي دي او هڅه کېږي چې ټول مخکې تردې چې درست امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، وایستل شي.

ګارډین د کانګرس د یوه جمهوریپال غړي په قول لیکلي، د هغو افغانانو چې په خطر کې دي د کورنیو د غړیو په شمول شمېر ۵۰ زرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG