د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د قریشي څرګندونې؛ افغانستان: پاکستان پر طالبانو نفوذ لري ځکه مشورو ته ورځي


ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو سیاسي استازی ملابرادر
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو سیاسي استازی ملابرادر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره په هېواد کې دننه یو واحد لوری رامنځته شوي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د یکشنبې (د غبرګولي۳۰) په ورځ ازادي راډيو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، پاکستان په طالبانو پوره نفوذ لري.

د ده په خبره، د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د مشورو لپاره افغانستان ته راځي، خو د طالبانو مشران پاکستان ته د مشورو لپاره سفرونه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي> پاکستان په طالبانو پوره نفوس لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي> پاکستان په طالبانو پوره نفوس لري.

ښاغلی هېواد د شاه محمود قریشي دې خبرو ته ځواب کې چې د طالبانو مشران په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دي، وايي: " د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د پاکستان ریښتنې همکاري او د ژمنو عملي کول کولای شي، د سولې پروسې سره مرسته وکړي، موږ باور لرو چې پاکستان د سولې په پروسه کې پر طالب مشرانو د تشویق او هڅونې په برخه کې ډېر واک او امکانات په لاس کې لري."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمد قریشي له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي، د اسلام اباد پالیسې د خپل ګاونډي 'افغانستان' پر وړاندې بدله شوې او د راتلونکې داسې یوه نظام ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.

ښاغلي قریشي دا رد کړه چې ګنې هېواد یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی: " نن سبا په وار- وار دا نقل قول کېږي، زه نه وایم چې دوی دلته ارتباطات نه لري، خو زه په ډاډ وایم چې د دوی 'طالبان' عمده رهبران دلته په پاکستان کې ژوند نه کوي، بلکې په واقعیت کې په افغانستان کې ژوند کوي."

ښاغلي قریشي دا رد کړه چې ګنې پاکستان یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی
ښاغلي قریشي دا رد کړه چې ګنې پاکستان یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی

قریشي په خپله مرکه کې دا هم وویل، هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي او له طالبانو سره تماسونه د دې لپاره دي چې د سولې د خبرو لپاره اسانتیا رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ځینو تُندو څرګندونو پاکستاني چارواکي سخت غوصه کړی وه.

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې روانو حساسو حالاتو ته په کتو باید د دواړو هېوادونو چارواکي د یو بل پر وړاندې له تُندو څرګندونو ډډه او سوله ییزه لاره خپله کړي.

XS
SM
MD
LG