د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

عبدالله: که طالبان له پوځي لارې د پرمختګ فکر لري، غلطه محاسبه یې کړې


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، که طالبان له پوځي لارې د پرمختګ سوچ لري، غلطه محاسبه یې کړې ده.

عبدالله چې د انتالیا ډيپلوماسي فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته تللی، پرون د جون په ۱۸مه له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، طالبان ممکن سیاسي حل لارې ته لېوالتیا ونه لري.

ده وویل: "طالبان ممکن ځان پياوړی وګڼي، لږ تر لږه د دوی ځینې غړي په دې باور دي چې کولای شي د بهرنیو ځواکونو له وتلو د پوځي لارې لپاره ګټې واخلي. ولې هغوی په خبرو کې له جدیته کار نه اخلي؟"

اندېښنه لرم چې طالبان د افغانستان د موضوع سیاسي حل ته هېڅ ډول لېوالتیا نه لري.

طالبان بیا دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی له پوځي لارې د بریا هڅې کوي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دوی له کلونو پخوا د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزې پر هواري ټینګار کوي.

ښاغلي نعیم تور پورې کړ چې د دولت لوری خبرو ته صادقه نه دی او په خبره یې له اختر وروسته دوی خبرو ته چمتو دي، خو د دولت مرکچي پلاوی نه دی بشپړ.

دولت او طالبان داسې مهال یو بل د سولې په بهیر کې په نه جدیت تورنوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پيل سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

که څه هم د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون یوه برخه د تاوتریخوالي کمښت و، خو د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې او وروستیو اونیو کې طالبان د لږ تر لږه لسو ولسوالیو مرکزونو ته ننوتل.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، ستونزه په جګړې نه هوارېږي: "که هغوی فکر کوي چې له پوځي لارې بریا ته رسېږي، دا به د طالبانو له خوا ډېره غلطه محاسبه وي. دا تکراروم چې د جګړې دوام به هېڅ ګټیالی ونه لري."

له افغانستانه د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو سره دا اندېښنې پيدا شوي چې ممکن وضعیت نور هم خراب شي.

ټاکل شوې وه چې د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې ترکیه د افغانستان د سولې په تړاو یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه کړي، خو غونډه په ظاهره د طالبانو د نه ګډون له کبله تراوسه نه ده ترسره شوې.

د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو سره دا اندېښنې پيدا شوي چې ممکن وضعیت نور هم خراب شي.
د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو سره دا اندېښنې پيدا شوي چې ممکن وضعیت نور هم خراب شي.

ښاغلی عبدالله وایي، د ترکیې غونډه نه ده لغوه شوې، خو په خبره یې دا غونډه به هغه وخت ترسره شي چې د افغانستان دولت او طالبان جدي خبرو ته چمتو شي.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جرمني شپېګل مجلې ته ویلي، طالبان پوهېږي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای.

خلیلزاد ویلي، طالبان د جګړې او سولې له منځه د یوه کار د انتخاب حق لري او په خبره یې د ترکیې په غونډه کې به دا په ډاګه شي چې طالبان د جګړې دوام غواړي او که سوله.

XS
SM
MD
LG