د ناټو غونډه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر وخت او څرنګوالي راڅرځي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن سې شنبه (د وري۳مه-۱۴۰۰) او سبا په بروکسل کې جرګه کېږي او د بحث یوه عمده موضوع یې افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي ماموریت برخلیک دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوی ټول متحدان د افغانستان روان حالات او د امریکا او طالبانو د هوکړې ژمنې ارزوي او بیا یوه ګډه پریکړه کوي.

په دې اړه نور: د ناټو عمومي منشي: له طالبانو تمه لرو چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي

سټولټنبرګ زیاته کړې وه: "د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل ته په نژدې کېدو موږ په ناټو کې بحث او مشوره کوو، دا به یوه اصلي موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیران به بحث پرې کوي، موږ دغه راز د افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنې کوو، دا ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلا مشورې او روزنې او دغه راز هغوی ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې دی."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ګډون کوي. بلېنکن د جو بایډن د کابینې هغه غړی دی چې له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا کتنې غوښتنه یې کړې وه.

بل لورته وړمه ورځ د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د وضعیت د ارزونې لپاره افغانستان ته سفر کړی و.

هغه وویل، د ځواکونو د وتلو پریکړه به جوبایډن کوي او خپله بایډن بیا ویلي، د مې د لومړۍ نېټې مهلت به ورته سخت وي.

په دې اړه نور: د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه زموږ د ځواکونو د وتلو پرېکړه جو بایډن سره ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، دا ښکاره ده چې د دوی د افغانستان په ماموریت کې امریکا رول لري، خو په خبره یې دا مهال د ناټو د اروپایي متحدانو ډېر سرتیري افغانستان کې دي، نه د امریکا.

دی وايي: "موږ به وضعیت ارزو، څارو به یې او مشوره به کوو، زموږ دېرش متحدان به په همدې رڼا کې ګډه پریکړه کوي، باید په یاد ولرو چې امریکا د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې د پام وړ حضور لري، خو په افغانستان کې اوس د نړیوالو ځواکونو ډېره برخه غیر امریکایان دي، دا د اروپایي متحدانو کلک تعهد ښيي."

سټولټبرګ همدې کانفرانس کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پسرلني عملیات پیل نه کړي او د دوحې د تړون له مخې له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

طالبانو بیا ویلي، دوی له القاعده سره اړیکې نه پالي، د دوحې تړون له مخې يې په ښارونو کې جګړه کمه کړي او دغه ډله ټینګار کوي چې امریکا باید له ژمنې سره سم د مې تر لومړۍ نېټې خپل ټول سرتیري وباسي.

طالبان وايي د دوحې تړون له مخې يې په ښارونو کې جګړه کمه کړي

دا مهال د امریکا دوه نیم زره او د ناټو شااوخوا ۷ زره سرتیري افغانستان کې دېره دي.

امریکایي رسنیو ویلي، که امریکا خپل پوځیان وباسي، له لوژستیکي پلوه به ناټو ته هم سخته وي چې خپل ځواکونه افغانستان کې پریږدي.

له دې ټولو سره-سره معلومه نه ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د ماموریت په اړه څه ډول پریکړه کوي؟

تېره فبروري میاشت کې د ناټو د دفاع وزیران په همدې موخه سره جرګه شول، خو د تمې خلاف د افغانستان د ماموریت په اړه یې کومه غوڅه پریکړه ونه کړه.