د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

نیویارک ټایمز: امریکا په افغانستان کې له اعلان شوې شمېرې زیات سرتېري لري


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

له امریکا خپرېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا په افغانستان کې پر اعلان شوې شمېرې سربېره ۱،۰۰۰ اضافي سرتېري لري.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي، دوی دا مهال افغانستان کې دوه‌نیم زره سرتېري لري، خو ورځپاڼې د امریکایي، اروپایي او افغان چارواکو په حواله ویلي، د پوځیانو اصلي شمېر درې نیم زره دی.

د لیکوال په باور، دا مسئله به په سپینه ماڼۍ کې هغه بحثونه لا پېچلي کړي چې د طالبانو او د امریکا د دوحې تړون په اړه روان دي.

دا بحثونه پر دې ورټول دي چې د جو بایډن اداره له طالبانو سره د دوحې په تړون ودرېږي او که نه؟ هغه چې له مخې یې باید د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

نیویارک ټایمز لیکلي، دا مهال پر درې نیم زره امریکایي سرتېرو سربېره د ناټو شاوخوا ۷ زره عسکر هم په افغانستان کې دېره دي چې د لوجستیک او خوندیتابه له اړخه په امریکایي ځواکونو پورې تړلي دي.

په لیکنه کې وړاندې راغلي، امریکایي چارواکي لا هم د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو ځواکونو د را ایستلو غواروی لري، خو لیکوال د چارو د کتونکو په حواله لیکلي، دې مودې پورې له لوجستیکي پلوه دا امکان نه‌لري چې امریکایي او ناټو ځواکونه دې له یوې مخې له افغانستانه ووځي.

نیویارک ټایمز لیکي، د مې میاشتې مهلت ته وخت ورځ تر بلې لنډېږي، خو په باور یې لا هم ولسمشر جو بایډن د افغانستان د مأموریت په اړه غوڅه پرېکړه نه‌ده کړې.

ورځپاڼې لیکلي، بایډن هغه مهال افغانستان کې د ځواکونو د کمولو پلوی و چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.

  • پاکستان نیوز

د پاکستان نیوز خپرونې بیا افغان حکومت ته د امریکا په وړاندیز شوې طرحې یوه لیکنه خپره کړې ده.

په لیکنه کې راغلي، د دغې طرحې له مخې افغانستان ته د لنډمهاله حکومت وړاندیز شوی، داسې حکومت چې نوی اساسي قانون جوړ کړي او ټاکنو ته لاره هواره کړي.

خپرونې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم په حواله لیکلي، فکر نه‌کوي چې لنډمهاله حکومت دې د افغانستان ستونزې هوارې کړای شي.

  • انډیا ټوډې

انډیا ټوډې بیا د زېمبابوې په وړاندې ټېسټ لوبه کې د افغان لوبغاړي حشمت‌الله شهیدي په غبرګو سلیزو لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور، شهیدي لومړنی افغان لوبغاړی شو چې ټېسټ لوبه کې یې دوه سلیزې ووهلې، هغه هم په لنډ وخت کې.

خپله شهیدي ورځپاڼې ته ویلي، ځان،کورنۍ او ټول هېواد ته د ویاړ احساس کوي چې دا کارنامه‌یې ولوبوله.

افغانستان د یکشنبې په ورځ له زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه په شپږو وېکټو وګټله، د دغې لړۍ لومړۍ لوبه زېمبابوې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG