پر افغان سولې د مسکو او انقرې غونډې؛ ښکېلې غاړې یې ګډون ته سلا مشورې کوي

قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغانستان حکومت، د ملې مصالحې عالي شورا او طالبان د مسکو په غونډه کې د ګډون په اړه مشورې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له سلا مشورو وروسته به د مسکو د کنفرانس په اړه له روسیې سره خپل نظر شریک کړي.

دې وزارت دا خبره وروسته له دې وکړه چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د مسکو د کنفرانس په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د روسیې سفیر د مسکوکنفرانس کې د افغان سیاسي مشرانو د ګډون کولو په اړه خبرې وکړې او د بهرنیو چارو وزیر ته یې معلومات ورکړل. د باندنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه د روسیې رول مهم وباله او د روسیې د ملاتړ او مرستې نه یې قدرداني وکړه."

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي چې دې شورا هم تر اوسه پورې د مسکو کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون کولو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

خوځون په عین حال کې وویل: "روسیې د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره د مصالحې عالي شورا ته بلنلیک سپارلی دی، تر اوسه موږ تصمیم نه دی نیولی چې ایا د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او که نه، په دې اړه بحثونه او مشورې روانې دي هرکله چې مشورې پای ته ورسېږي او د ملي مصالحې عالي شورا هره پرېکړه وکړه روسیې ته به اعلان شي."

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

روسیې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت، طالبانو او اغېزمنو شخصیتونو په ګډون روانه میاشت په مسکو کې د یوې غونډې تابیا نیولې ده.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې ترکیې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غوښتنه د افغانستان د سولې په اړه د بُن د کنفرانس په شان د یوې غونډې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

طالبان هم وايي چې تر اوسه پورې یې د مسکو او انقرې په غونډو کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل:"د مسکو او انقرې د غونډو په هکله لکه چې ما مخکې هم ویلي تر اوسه پورې موضوع زموږ تر څېړنې لاندې ده بیا به وروسته خپل موقف ووایو."

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم

سره له دې چې د افغانستان حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا تراوسه پورې د مسکو غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې، خو د دې شورا ویاند وايي چې د افغانستان په سوله کې د روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو رول ورته مهم ښکاري.

ښاغلی خوځون زیاتوي: "یو سوله ییز افغانستان د سیمې په ګټه دی ځکه چې سوله ییز افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره اقتصادي فرصتونه برابروي او ټول به ورڅخه ګټه وکړي."

ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډه، په انقره کې د افغان مشرانو تر غونډې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې یعني د روان مارچ په اتلسمه جوړه شي.