د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

یوناما: د سولې بهیر اوږدمهاله دی، له رامنځته شوي فرصته دې سمه ګټه واخېستل شي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې بهیر اوږدمهاله دی او په دې اړه له رامنځته شوي فرصت څخه باید سمه ګټه واخېستل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز داسې مهال دوحه کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي سره لیدلي چې د سولې خبرو او د افغانستان د راتلونکي برخلیک د څرنګوالي په اړه بحثونه تاوده دي.

دیبرا لاینز تېر ماښام د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي او د دې پلاوي له نورو غړو سره د لیدو پر مهال د افغانستان د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو د سازمان پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا سازمان به په منظم ډول دې بهیر کې حضور ولري، څو ټولې چارې له نژدې وویني او له پرمختګونو او چټکوالي یې ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډیو ته د دې لیدنې په اړه وویل: "مېرمن دیبرا لاینز وویل چې د افغانستان د سولې برخه کې د نړیوالې ټولنې ټولې هڅې باید همغږي وي او د افغانستان دولت، اساسي قانون، د دې هېواد خلکو او د نظام جوړښت ته باید درناوی وشي او د دوی په غوښتنه باید وي."

مېرمن دیبرا لاینز په دې لیدنه کې د افغانستان د تاوتریخوالي په ډېرېدوهم اندېښنه ښودلې او یوځل بیا یې پر اوربند ټینګار کړی.

د افغانستان د سولې برخه کې د نړیوالې ټولنې ټولې هڅې باید همغږي وي.

مېرمن لاینز داسې مهال د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په لیک کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د ملګرو ملتونو د ونډې په زیاتېدو ټینګار کړی و.

له دې سفر سره هم مهاله بیا هاخوا د روسیې چارواکي د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې د یوې غونډې د جوړېدو تابیا نیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي چې د دې غونډې هدف دوحې کې د بین الافغاني خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي کچې کمولو او وسله والو شخړو د ختمولو په اړه خبرې دي.

دا وایي، هېواد یې غواړي افغانستان یو سوله ییز په ځان بسیا او له ترورېزم او نشه یي موادو سره د تړلو جرمونو څخه یو پاک هېواد وي.

د ماریا زاخاروا دا څرګندونې پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېب سایټ خپرې شوي دي.

ضمیرکبلوف وايي، له دواړو(افغان حکومت او د مصالحې عالي شورا) نه غوښتل شوي چې د مسکوغونډه کې ګډون وکړي.
ضمیرکبلوف وايي، له دواړو(افغان حکومت او د مصالحې عالي شورا) نه غوښتل شوي چې د مسکوغونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د مارچ ۱۸مې ته په پام کې نیول شوې ده او د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین او پاکستان لوړ پوړي ډیپلوماتان به هم ګډون په کې لري.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کبلوف د سې شنبې په ورځ انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د حکومت او د مصالحې د عالي شورا دواړو څخه غوښتل شوي چې دې غونډه کې ګډون وکړي.

قطر به هم د یوه مېلمه هېواد په توګه حضور ولري، روسي چارواکي وایي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به د دغو مېلمنو کوربه وي. ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چې طالبان هم دې غونډې ته وربلل شوي دي.

ضمیر کبلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دې غونډه کې د کابل پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پلان شوي که نه؟ وویل چې دا د افغانانو پر پریکړې اړه لري، خو وایي د دې غونډې هدف په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو بحث کول دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویلي چې دا بلنه ورته رسیدلې او پر ګډون یا نه ګډون یې سلا مشورې روانې دي، خو ارګ لا تر اوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG