د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت'؛ بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو تلین لمانځل کېږي


له بودا سره شپه
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

له بودا سره شپه

په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو له ۲۰م تلین سره هم‌مهاله 'له بودا سره شپه'، نهم پروګرام 'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت' په نوم پیل شوی دی.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د کب په ۲۱مه د بودا مجسمې ونړولې، دا کار د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.

په بامیان ولایت کې"له بودا سره شپه" پروګرام له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په بېلابېلو فرهنګي او هنري پروګرامونو سره د دې مجسمو په یاد جوړېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د دې لړۍ پروګرام په پرانیست غونډه کې د بودا مجسمو ویجاړول "د پېړۍ لوی فرهنګي جنایت" یاد کړ او له نړیوالو حقوقي مراجعو یې غوښتنه وکړه چې د بودا مجسمو تخریب عدلي تعقیب کړي.

ښاغلي زهیر وویل: "له سیمه‌ییزې ادارې غوښتنه کوم چې د دغه لوی جنایت د ۲۰م کال په مناسبت، د دغه ځای د فرهنګیانو او حقوق‌پوهانو په همکارۍ دوسیه چمتو او تعقیب‌یې کړي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر

ښاغلي زهیر زیاته کړه چې د بشري تمدن د میراثونو په ساتنه کې نړۍ مسؤله ده.

روان کال د بودا مجسمو د ویجاړېدو له ۲۰م کال سره هم‌مهاله د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي.

افغان فرهنګ‌پالان وايي، د طالبانو دا نه‌بخښونکی عمل هغه وخت بخښي چې د فرهنګي میراثونو ویجاړوونکي عدلي تعقیب شي او طالبان ژمنه وکړي چې نور په افغانستان کې لرغونو اثارو ته زیان نه‌رسوي.

د بامیان پوهنتون رئیس عبدالعزیز محبي وايي: "موږ داسې سوله غواړو چې په هغه کې د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې او دغه‌شان لرغوني اثار په‌کې خوندي شي، په داسې وضعیت کې سولې خوا ته ځو چې طالبان زموږ لرغوني اثار ویجاړوي، موږ باید تمدن او فرهنګ له لاسه ورنه‌کړو."

د ښاغلي محبي په باور، افغان حکومت دې د لرغونو اثارو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي، ځکه د ټولنې تمدن او فرهنګ ورسره تړلی دی.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې.

"ګروه یاد اوران" په نوم د یوې فرهنګي ټولنې غړي له تېرو ۹ کلونو راپدېخوا هر کال د بودا په یاد او د افغانستان فرهنګي میراثونو ساتنې ته د عدالت غوښتنې په پار په بامیانو کې "له بودا سره شپه" پروګرام جوړوي.

د پروګرام چمتو کوونکې زهرا حسیني په دې اړه وايي: "موږ د پېړۍ په وروستي کال کې غواړو دا ووایو، په دغې پېړۍ کې بېلابېلې پېښې او جنایتونه ترسره شول چې د ټولو لپاره دردوونکي وو، یو له هغو جنایتونو د بودا مجسمې ویجاړول و د «ګروه یاد اوران» ډلې غوښتنه دا ده چې باید د بودا مجسمې د ویجاړولو له امله بخښنه وغوښتل شي."

"له بودا سره شپه" پروګرام نن په بامیان ولایت کې د کتاب او نقاشۍ په نندارتون سره پرانیستل شو، روان کال دغه پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او "ګروه یاد اوران" ډلې له لوري په ګډه جوړ شوی او ټاکل شوې چې په دغه دوه ورځني پروګرام کې بېلابېلې فرهنګي او هنري برنامې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG